له سعودي عربستان څخه د امریکا د تیلو واردات صفر شول
Aug 07, 2026 03:59 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «بلومبرګ» بیګا راپور ورکړ په تیرې جولاۍ میاشت کښې له سعودي عربستان څخه د امریکا د تیلو واردول له نولس سوه پینځه اتیایم میلادي کال وروسته د لومړي ځل لپاره صفر ته ورسیدل.
د سعودي عربستان د تیلو صادریدل میاشتې میاشتې کیږي چې د ایران او د امریکا د جنګونو په دلیل چې تقریبا د فارس خلیج د اومو تیلو صادریدل یې بند کړي دي ګډوډ شوي دي.
د امریکا د انرژۍ وزارت د شمیرنو پراساس له تیرې جولاۍ میاشتې راهسې امریکا ته د سعودي عربستان د اومو تیلو د استولو کار بند شوی دې ته په پام سره چې د امریکا د تیلو چاڼ ځایونو د روان میلادي کال په لومړیو کښې هره ورځ له سعودي عربستان څخه هره ورځ څه د پاسه اته لکه بیرله تیل اخیستل او دا د پام وړ کموالی بلل کیږي.
ټیګونه