دیمن په ضد دسعودی رژیم په جنایتونوکې دې امریکابرخه نه اخلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i67826-دیمن_په_ضد_دسعودی_رژیم_په_جنایتونوکې_دې_امریکابرخه_نه_اخلی
ډیموکراټیک سناتور برنی سنډر بیګا په یمن کې د جنګ په دوام په نیوکو سره امریکا، په دغه جنګ کې دعربستان په مشرۍ د تش پهنامه ائیتلاف ملګری بللې او دمشرانو جرګې له غړو ئې غوښتی دی ، د دغه تیریو اوجنایتونو مخه دې ونیسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2018 12:55 Asia/Kabul
  • دیمن په ضد دسعودی رژیم په جنایتونوکې دې امریکابرخه نه اخلی

ډیموکراټیک سناتور برنی سنډر بیګا په یمن کې د جنګ په دوام په نیوکو سره امریکا، په دغه جنګ کې دعربستان په مشرۍ د تش پهنامه ائیتلاف ملګری بللې او دمشرانو جرګې له غړو ئې غوښتی دی ، د دغه تیریو اوجنایتونو مخه دې ونیسی .

ا یرناخبری آژانس راپور ورکړی ، دامریکا دمشرانو جرګې یو شمیر استازو   دسعودی عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره په کتنې کې  دیمن په  ضد ددغه  رژیم د  تیریو په دوام خپله کرکه اوغوسه  نندارې ته وړاندې کړې  او پر امریکائی  حکومت ئې غږ کړی   په یمن کې دې   دعربستان په جنایتونو کې نه شریکه کیږی .

  راپور ښئ   دامریکا د مشرانو جرګې دبهرنیو اړیکو دکمیشن مشر  باب کورکر وئیلی دی ،  ځینو سناتورانو  له محمد بن سلمان سره په کتنې کې  دیمن  د بې څوکه ولس په ضد د ریاض  دچارواکو د  تیریګرو اقداماتو باندې سخت اعتراضونه کړی دی .

  یوه ډیموکراټیک سناتور  برنی سنډر  هم  بیګا  په یمن کې د جنګ   په دوام په نیوکو سره  امریکا، په دغه جنګ کې  دعربستان په مشرۍ د  تش پهنامه ائیتلاف  ملګری  بللې او  دمشرانو جرګې له غړو ئې غوښتی دی ،   د دغه تیریو اوجنایتونو مخه دې ونیسی .

سنډرز  یادونه کړې ،  دیمن  کابو درویشت میلیون  بې وزله خلک  په ډیر بدو  انسانی  غمیزو کې ژوند کوی ، څه دپاسه درې میلیون کسان  بې کوره او  کډه په سر شوی دی او یو نیم میلیون یمن وال  هم  حتی د څښاک  سالمې اوبه هم نه لری .  دامریکا  دغه سناتور  زیاته کړې ، څه د پاسه شل میلیون یمن وال  لومړنیوانسانی مرستوته سملاسی اړتیا لری چې داټوله غمیزې د ډونالډټرمپ  دحکومت په ملاتړ سره  په یمن دعربستان دتیریو له امله دی .