دعربستان واکوالان په یمن کې پخپلوماتوبرغولی نشی کیښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68094-دعربستان_واکوالان_په_یمن_کې_پخپلوماتوبرغولی_نشی_کیښودلی
قاسمی په دې خبرې په ټینګار سره چې عربستان په هغه ځای ، اندازه او شرائطو کې نه دی ، چې وتوانیږی خپل توهمات او تخیّلات عملی کړی ، ووئیل ، دریاض واکوالان باید دخپلو توهماتو له ستر ښودلو او تخیّلاتو ووځی او درک کړی ، چې د وسلو په اختستو، وارداتی امنیت او ډیرو لګښتونو سره دځان لپاره قدرت او امنیت نشی تولیدولی او دخپل ولس دهوساینې په فکر کې دې شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2018 16:06 Asia/Kabul
  •  دعربستان واکوالان په یمن کې پخپلوماتوبرغولی نشی کیښودلی

قاسمی په دې خبرې په ټینګار سره چې عربستان په هغه ځای ، اندازه او شرائطو کې نه دی ، چې وتوانیږی خپل توهمات او تخیّلات عملی کړی ، ووئیل ، دریاض واکوالان باید دخپلو توهماتو له ستر ښودلو او تخیّلاتو ووځی او درک کړی ، چې د وسلو په اختستو، وارداتی امنیت او ډیرو لګښتونو سره دځان لپاره قدرت او امنیت نشی تولیدولی او دخپل ولس دهوساینې په فکر کې دې شی .

زمونږخبریال راپور راکړ  دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی  نن  په یولړ څرګندونو کې  په یمن د تیریو  د  دریمې  کلیزې  په پوره کیدا سره   په یووخت د سعودی عرب د  چارواکو   داقداماتو او سپیرو څرګندونو په  غبرګون کې  ووئیل  سعودیان  هڅه کوی ، له هرډول پرمختللو وسلو او امکاناتو له درلودلو  او   څو سوه میلیارډ ډالرو په ارزښت  دماډرن وسلو  له اخستو سره سره ، په یمن کې د ولس په ضد په جنګ کې  پخپلو پرله پسې  ناکامیو اوبې وسیوبرغولی کیږدی ، خو واقعیّت دادی چې  آل سعود رژیم   او په دغه نابرابر جنګ کې دهغوی  متحدان   یوازې دیمن دمظلوم ولس  له مقاومت سره  مخامخ دی او  سپیره اوبې شرمه  ماتی ئې تجروبه کړې ده .

 دایران دخارجه وزارت ویندوی همداراز   د سعودی عرب د پوځ دیوه ویندوی   له ګواښه  د ډکو څرګندونو  په غبرګون کې  هم روښانه کړې ، دغه جنګ غواړی او غیر مسئولانه  خبرې  حقوقی اونړیوالو  تعقبونو ته  اړتیا لری .

 د یمن په ضد دسعودی عربستان  په مشرۍ دپوځی ائیتلاف    ویندوی ترکی  المالکی  پرون  په ریاض  دیمن د پوځ او ولسی مبارز ځواک   دغچ اخستونکو  توغندوی حملو وروسته ، ایران   یمن ته د توغندوی  حملو  لپاره د وسلو  په قاچاق تورن کړی  اومدعی شوی ،  تهران په عربستان  حملو ترشا ولاړ دی .  قاسمی  په دې خبرې په ټینګار سره چې عربستان  په هغه ځای ، اندازه او شرائطو کې نه دی ، چې  وتوانیږی  خپل توهمات او تخیّلات   عملی کړی ، ووئیل ،  دریاض واکوالان باید  دخپلو توهماتو له ستر ښودلو او  تخیّلاتو  ووځی  او درک کړی ، چې  د وسلو  په اختستو، وارداتی  امنیت او  ډیرو لګښتونو سره  دځان لپاره قدرت او  امنیت  نشی تولیدولی او دخپل ولس  دهوساینې په فکر کې دې شی .