عرب هڅه کوی له ایران سره د سوریې اړیکې غوڅې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68096-عرب_هڅه_کوی_له_ایران_سره_د_سوریې_اړیکې_غوڅې_کړی
دسوریې د پارلمان د رئیسه پلاوی غړی خالد العبود له العالم ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو په شمول ځینې عرب هیوادونه هڅه کوی دامریکا دحکم په اجرا کښې له دمشق سره اړیکې ټینګې کړی چې سوریه له ایران او د لبنان له حزب الله غورځنګ سره اړیکې غوڅې کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2018 23:52 Asia/Kabul
  • سوریې ته د عربستان وړاندیز کومه نوي موضوع نه ده بلکې دغه کار دامریکا دهدفونو په دوام کښې ترسره شوی .
    سوریې ته د عربستان وړاندیز کومه نوي موضوع نه ده بلکې دغه کار دامریکا دهدفونو په دوام کښې ترسره شوی .

دسوریې د پارلمان د رئیسه پلاوی غړی خالد العبود له العالم ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو په شمول ځینې عرب هیوادونه هڅه کوی دامریکا دحکم په اجرا کښې له دمشق سره اړیکې ټینګې کړی چې سوریه له ایران او د لبنان له حزب الله غورځنګ سره اړیکې غوڅې کړی .

هغه د سعودی عربستان او د سورېې د چارواکو دپټې کتنې په اړه چې د لومړی ځل لپاره د لبنان داسلامی مقاومت دغورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله ایشوا کړه وویل بې شکه سوریې ته د عربستان وړاندیز کومه نوی موضوع نه ده بلکې دغه کار دامریکا دهدفونو په دوام کښې ترسره شوی .

خالد العبود زیاته کړه امریکا په ځلونو هڅه کړی ده د اسرائیلو دامنیت د خدمت لپاره له ایران او حزب الله غورځنګ  سره د سوریې اړیکې غوڅې کړی او د سعودی عربستان حکومت دهمدې هدف لپاره کوشش کړی دی د دمشق حکومت ته د تمې او لالچ په ورکولو سره هغه له ایران او حزب الله سره داړیکو غوڅولو ته وهڅوی .

دعربستان چارواکو د سوریې له مسولینوسره په کتنې کښې په سوریې کښې له ترهګرو ډلو د خپلو ملاتړونو د بندولو او د سوریې له بیا رغاونې سره د سلګونو میلیارډه مرستې په مقابل کښې له ایران او دلبنان له حزب الله غورځنګ سره د سوریې د اړیکو د غوڅولوغوښتنه کړی ده .