دسعودی واکوالان دې له جنګ غواړی دریځه لاس واخلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68126-دسعودی_واکوالان_دې_له_جنګ_غواړی_دریځه_لاس_واخلی
په ملګروملتو کې دایران استازی په دې خبرې په ټینګار سره چې عربستان په دغه جنګ کې د یمن پر خلکو ، لوږه او انسانی غمیزه ورتپلی ده ووئیل ، سعودیان د دې لپاره چې په یمن کې پخپلو جنایتونو برغولی کیږدی ، ، په دوامدار ډول دایران په ضد بې اساسه اوچټی تورونه مطرح کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2018 07:41 Asia/Kabul
  •   دسعودی واکوالان دې له جنګ غواړی دریځه لاس واخلی

په ملګروملتو کې دایران استازی په دې خبرې په ټینګار سره چې عربستان په دغه جنګ کې د یمن پر خلکو ، لوږه او انسانی غمیزه ورتپلی ده ووئیل ، سعودیان د دې لپاره چې په یمن کې پخپلو جنایتونو برغولی کیږدی ، ، په دوامدار ډول دایران په ضد بې اساسه اوچټی تورونه مطرح کوی.

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ   په ملګروملتو دکې داسلامی ایران  استازی غلام علی خوشرو  نن سهارپه نیویارک کې   دخبریالانو په ټول کې   د سعودی عربستان  دچارواکو له خوا د له یمنه   د توغول شوو توغندیو   د ایرانی کیدا په باب   ملګروملتو ته د  لیک  په استولو کې د عربستان د دتیرې ورځې   بې شرمه او له ملنډو ډک  اقدام په غبرګون کې  روښانه کړې ،  دا لومړنی ځل نه دی چې سعودی عربستان  په یمن کې  پخپلو ماتو دبرغولی د کیښودلو لپاره  دایران په ضد  لیک لیږی .

 سعودی عربستان  دامریکا اومتحده عربی اماراتو په ملاتړ سره  د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې   په یمن بې وزله هیواد په پوځی تیریو او  د دغه هیواد   په مځکنۍ ،سمندری اوهوائی  کلابندۍ سره    د دغه هیواد مظلوم ولس  له  مرګ سره لاس اوګریوان کړی   دی ، او  په یمن کې د  آل سعود رژیم او دهغو متحدانو  جنګ  غواړی اقداماتو  تر دې دمه  د یمن څه دپاسه څوارلس زره  بې څوکه کسان چې زیاتره ئې ماشومان اوښځې دی،  وژلی او  په لسګونو زره نور ئې ټپیان او   اوبې کوره کړی دی .

 په ملګروملتو کې دایران استازی  په دې خبرې په ټینګار سره چې عربستان  په دغه جنګ کې  د یمن پر خلکو ،   لوږه او انسانی غمیزه ورتپلی  ده  ووئیل ،  سعودیان د دې لپاره چې  په یمن کې پخپلو جنایتونو برغولی کیږدی ، ،   په دوامدار  ډول  دایران په ضد  بې اساسه اوچټی تورونه مطرح کوی.

 غلام علی خوشرو  په دې په ټینګار سره چې  اسلامی ایران تل  دغه تورونه رد کړی دی ، ووئیل   اساسا  اسلامی ایران  دیمن لپاره   له سیاسی حل لارې پرته بله هیڅ لاره  نه وینی .

 هغه زیاته کړې عربستان  باید   له جنګ غواړی اوبلاغواړی خویه لاس واخلی  او له یمن سره چې  ګاونډی  هیواد ئې دی ،  د حلکو دحق په رعایتولو سره دې   یو لړ رغنده سیاسی خبرواترو ته مخه کړی .