د یومیلیارډډالری مرستوپه وړاندې سرټیټول دملګروملتو مخینه لرونکی اقدام دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68128-د_یومیلیارډډالری_مرستوپه_وړاندې_سرټیټول_دملګروملتو_مخینه_لرونکی_اقدام_دی
آ نتونیوګوترش په دغې کتنې کې دغه ناغوښتی مرستې دانسان دوستۍ له منشوره په ملاتړ کې انسانی ځواب وبالۀ. حال دا چې له دې مخکې دملګروملتو د وخت سرمنشی بان کی مون هم دعربستان د مرستو په ترلاسه کولوسره د دغه هیوادنامه هم دماشوم وژونکو حکومتونو له لیسټه ویستلې وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2018 08:04 Asia/Kabul
  • د یومیلیارډډالری مرستوپه وړاندې سرټیټول دملګروملتو مخینه لرونکی اقدام دی

آ نتونیوګوترش په دغې کتنې کې دغه ناغوښتی مرستې دانسان دوستۍ له منشوره په ملاتړ کې انسانی ځواب وبالۀ. حال دا چې له دې مخکې دملګروملتو د وخت سرمنشی بان کی مون هم دعربستان د مرستو په ترلاسه کولوسره د دغه هیوادنامه هم دماشوم وژونکو حکومتونو له لیسټه ویستلې وه .

دسلګونومیلیارډونوډالروپه ویجاړونکو وسلوپه سترګو پټولوسره دیومیلیارډډالری مرستوپه وړاندې سرټیټول دملګروملتو مخینه لرونکی اقدام دی

 ایسو شی ایټیډ پریس آژانس راپورورکړ دملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش پرون  ناوخته  د دغې موسسې په مرکز کې دسعودی عربستان له ولی عهد او دفاع وزیر سره په کتنې  کې   دیمن  په ولس د څلورکلنو یرغلونو اوپر هغوی د دردونو اکړ اؤنو   تپلو ته  له پامه پرته  دعربستان  او اماراتو د یو میلیارډ ډالری مرستو قدرونه وکړه  او  خپلې اصلی دندې یو ځل بیا تر پوښتنې لاندې وروستې .  راپورښئ   آ نتونیوګوترش په دغې کتنې کې  دغه  ناغوښتی مرستې  دانسان دوستۍ  له منشوره  په ملاتړ کې  انسانی ځواب وبالۀ.  حال دا چې  له دې مخکې دملګروملتو د وخت سرمنشی بان کی مون هم  دعربستان  د مرستو په ترلاسه کولوسره د دغه هیوادنامه هم دماشوم وژونکو  حکومتونو له لیسټه ویستلې وه .

 آنتو نیو ګوترش  ددې خبرې په کولو سره چې دانسنان دوستۍ  مسئلو حل لاره سیاسی  ده ووئیل ،  ملګریۍ ملتونه تیار دی ،  سیاسی حل لاره برابره کړی او  دیمن دخلکو کړاؤنه هم پای ته ورسوی .

 دملګرو ملتو سرمنشی  محمد بن سلمان  ته چې  دیمن دبې ګناه خلکو  باندې دبې آمانه بمباریو لپاره ئې  له امریکا او انګلستان  سره  دوسلو د څو سوه میلیارډالرو په ارزښت د وسلو  داخستو په  وړاندې دغې موسسې ته  یو میلیارډ ډالر  ډالۍ   هیڅ  نه ده ،  ژمنه ورکړې ،  دغه سخاوتمندی  به  دجینوا  دراتلونکی اونۍ په غونډې کې  چې   په یمن کې د انسان دوستۍ  دندې په موضوع سره ترسره کیږی ،  هم اعلان کړی .

دسیاسی اوامنیتی چارو ډیری کارپوهان وائی دا لومړنی ځل نه دی چې دملګروملتو  سرمنشی  د دانسانی غمیزې رامینځةکونکو  وسلو   په وړاندې د ډیرې کمې ډ الۍ   په وړاندې سرټیټ کړی او  د دغې  نړیوالې موسسې  حیثیت او احترام ئې د پیسو په وړاندې  له خاورو سره خاورې کړی دی .