محمدبن سلمان له توهمّاتوسره لاس اوګریوان شوی دی
د یمن د لوړې انقلابی کمیټې مشر محمد علی الحوثی نن په خپل ټولنیز چینل کې په یمن کې د درز رامینځة کونې په باب د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان د وروستیو څرګندونو په باب هغه په خبرداری ورکولو سره لیکلی دی ،درز اونفاق دهغو کسانو ترمینځ رامینځةکیږی چې ،ځانونه ئې په پیسو خرڅ کړی دی ، خو هغه کسان به چې د خدای وندمتعال او دین د ملت په خدمت کې دی ، هیڅکله هم له تفرقې او نفاق سره مخامخ نشی
العالم ټیلیویژنی چینل نن راپورورکړ محمد علی الحوثی ددې خبرې په کولو سره ، په هغو وسلو سره چې عربستان اومتحده عربی امارات ئې اخلی ، دیمن ملت وژل کیږی ، زیاته کړې ، په یمن کې د انسانی غمیزې پای ته رسیدا او دسولې اوثبات بیرته ستنیدا، دتیریګر ائیتلاف په ماډرنو اوهرډول وسلوسنبالتیا دریدا ته اړتیا لری .
دیمن د لوړې انقلابی کمیټې مشر دنړۍ پر درستو هیوادونو غږ کړی ، چې په وسلو دې دعربستان او اماراتو سنبالتیا پای ته ورسوی او همداراز ئې د خبرواترو، دملی پخلاینې دکمیټې دجوړولو او د ولسمشر د ټاکنې او پارلیمانی انتخاباتو دترسره کیدا لپاره د انصار ا...ولسی غورځنګ پر چمتووالی ټینګار وکړ .
دسعودی عربستان ولی عهد محمدبن سلمان په همداوروستیوکې له امریکائی رسنیو سره په خبرو کې وئیلی دی ، هغه د انصار ا... ترمینځ د درز د رامینځةکیدا او پر هغو د دباؤ د واردولو له لارې ، دیمن بحران حل کوی.