عراقیانو د آل سعود رزیم د چارواکو دمحاکمه کولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68290-عراقیانو_د_آل_سعود_رزیم_د_چارواکو_دمحاکمه_کولو_غوښتنه_وکړه
په دغه ستر لاریونو کې ګډون کونکو همداراز دبغداد اوریاض ترمینځ داړیکو دغوڅیدا په غوښتنې سره چغې پورته کړې چې محمد بن سلمان دې د عراق په خاورې ګام نه ږدی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 31, 2018 03:07 Asia/Kabul
  • عراقیانو د آل سعود رزیم د چارواکو دمحاکمه کولو غوښتنه وکړه

په دغه ستر لاریونو کې ګډون کونکو همداراز دبغداد اوریاض ترمینځ داړیکو دغوڅیدا په غوښتنې سره چغې پورته کړې چې محمد بن سلمان دې د عراق په خاورې ګام نه ږدی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ   د عراق په لسګونو زره خلکو د بغداد ښار په بیروت چوک کې په  ستر لاریو ن سره   په عراق ، سورئې ،بحرین اویمن کې   دجنګی جنایتونو  په دلیل د سعودی عربستان د  لوړپوړ و چارواکو په نړیوالې محکمې کې  د  محاکمه کولو غوښتنه وکړه .

 دوی  همداراز  د خپل هیواد عراق او دسیمې په نورو هیوادونو کې د آل سعود رژیم  د ورانکارو سیاستونو  او افراط پالو فعالیتونو او له ترهه ګرو د هغوی دبشپړ ملاتړ  په خلاف سخت اعتراض وکړ .

 په دغه ستر لاریونو  کې  ګډون کونکو  همداراز  دبغداد اوریاض ترمینځ  داړیکو  دغوڅیدا په غوښتنې سره  چغې پورته کړې چې   محمد بن سلمان دې د عراق  په خاورې ګام  نه ږدی .

 په داسې حال کې  چې   خبرونه په نزدې راتلونکې کې   عراق  ته دسعودی عربستان دولی  عهد محمد بن سلمان دسفر   ښودنه کوی ،  دعراق په سیاسی ، رسانئ او ټولنیزو چینلونو کې   له دغه سفر سره  مخالفتونه هم ډیر زیات شوی دی .