عراقیانو د آل سعود رزیم د چارواکو دمحاکمه کولو غوښتنه وکړه
په دغه ستر لاریونو کې ګډون کونکو همداراز دبغداد اوریاض ترمینځ داړیکو دغوڅیدا په غوښتنې سره چغې پورته کړې چې محمد بن سلمان دې د عراق په خاورې ګام نه ږدی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ د عراق په لسګونو زره خلکو د بغداد ښار په بیروت چوک کې په ستر لاریو ن سره په عراق ، سورئې ،بحرین اویمن کې دجنګی جنایتونو په دلیل د سعودی عربستان د لوړپوړ و چارواکو په نړیوالې محکمې کې د محاکمه کولو غوښتنه وکړه .
دوی همداراز د خپل هیواد عراق او دسیمې په نورو هیوادونو کې د آل سعود رژیم د ورانکارو سیاستونو او افراط پالو فعالیتونو او له ترهه ګرو د هغوی دبشپړ ملاتړ په خلاف سخت اعتراض وکړ .
په دغه ستر لاریونو کې ګډون کونکو همداراز دبغداد اوریاض ترمینځ داړیکو دغوڅیدا په غوښتنې سره چغې پورته کړې چې محمد بن سلمان دې د عراق په خاورې ګام نه ږدی .
په داسې حال کې چې خبرونه په نزدې راتلونکې کې عراق ته دسعودی عربستان دولی عهد محمد بن سلمان دسفر ښودنه کوی ، دعراق په سیاسی ، رسانئ او ټولنیزو چینلونو کې له دغه سفر سره مخالفتونه هم ډیر زیات شوی دی .