دیمن انسانی حالات په خرابیدا دی
-
په یمن کښې کابو یولس(۱۱) میلیونه ماشومان ژوند کوي او کابو ټول یې بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري .
ایرنا خبری اژانس وایی داروپایی اتحادیې د کړکیچ د مدیریت او د بشر دوستانه مرستو کمشنر کریسټوس اسټایلیانیډیز(Christos Stylinides) پرون په یمن کښې په انسانی حالاتو ټینګار سره وویل په دغه هیواد کښې دتیر میلادی کال په پرتله حالات ډیر کړکیچن شوی دی .
هغه په جینیوا کښې دیمن دملاتړ په نړیوال کانفرنس کښې زیاته کړه همدا اوس د تیر کال په پرتله دیمن زیات خلک مرستو ته ضرورت لری .
د اروپایی اتحادیې د مدیریت او د بشر دوستانه مرستو کمشنر کریسټوس اسټایلیانیډیز(Christos Stylinides) ډاګینه کړه دیمن په میلیونونو ماشومان له ناوړه خواړو سره مخ دی .
هغه زیاته کړه په یمن دسعودی عربستان تیری سبب شوی چې دهیواد ماشومان له زده کړې محرومه پاتې شی .
په یمن کښې کابو یولس(۱۱) میلیونه ماشومان ژوند کوی او کابو ټول یې بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لری .
د ملګروملتونو سرمنشی« انتونیو ګوتریش» هم پرون په دغه غونډې کښې ټیڼګار وکړ دیمن څه دپاسه دوه ویشت (۲۲)میلیونه خلک سمدستی مرستو ته ضرورت لری .