اسلامی ایران داستکبار په وړاندې د مقاومت بیلګه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68556-اسلامی_ایران_داستکبار_په_وړاندې_د_مقاومت_بیلګه_ده
دپاکستان د ولسی جر ګې دغې غړې ددې خبرې په کولو سره چې دعربستان په مشرۍ په پوځی ائیتلاف کې دپاکستان درول په باب ډیر زیات ابهامات او شکونه شته دی ، ووئیل ، پاکستان له ډیرو داخلی او بهرنیو چیلنجونو سره لاس او ګریوان دی او په دغه شان موضوع کې باید ځان له سیمه ایزو سیالیو لیرې وساتی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2018 01:12 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران  داستکبار په وړاندې د مقاومت بیلګه ده

دپاکستان د ولسی جر ګې دغې غړې ددې خبرې په کولو سره چې دعربستان په مشرۍ په پوځی ائیتلاف کې دپاکستان درول په باب ډیر زیات ابهامات او شکونه شته دی ، ووئیل ، پاکستان له ډیرو داخلی او بهرنیو چیلنجونو سره لاس او ګریوان دی او په دغه شان موضوع کې باید ځان له سیمه ایزو سیالیو لیرې وساتی .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړی ،  دپاکستان دولسی جرګې یو ې تکړه غړې او د دغه هیواد تحریک ا نصاف ګوند یوې مشرې میرمن  شیرین مزاری  په اسلام اباد کې د دسیاسی مطالعاتو  دموسسې په تخصصی  غونډې کې  په لویدیځی آسیا سیمې کې د    جغرافیائی  سرحدونو دبدلولو اوناکراره کولو لپاره دامریکا هلوځلو ته په اشارې سره  وئیلی دی ،   دایران اسلامی جمهوریت  دامریکا د دسیسو په مقابل کې په  یوازې سر  مقاومت کړی او  د دغو دسیسو دناکامولو لامل شوی دی . 

  هغې همداراز روښانه کړې ،  سعودی عربستان  دم ګړۍ  په سیمې کې دامریکا  یو خورا ستر متحد  دی او په همدې دلیل  صهونیسټ رژیم اوعربستان هڅه کوی ،  له یوه بل سره ملګرتیا وکړی . 

 میرمن مزاری  دیمن په جنګ کې  د نه لاسوهنې په باب  د ولسی جرګې  داستازو  له پریکړه لیکه د پاکستان د حکومت    له پیروۍ په ډډه کولو په سختو  نیوکو سره هم ووئیل ،   دیمن په جنګ  کې دپاکستان دپوځیانو  ګډون   چې  دعربتسان په مشرۍ   پیل شوی ، ، دپاکستان لپاهر به  هم خطرناکې او تاوان رسونکی پایلې ولری .