سوریه دکیمیائی وسلو دمنع کیدا موافقې ته بشبړپابنده ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69106-سوریه_دکیمیائی_وسلو_دمنع_کیدا_موافقې_ته_بشبړپابنده_ده
دسورئې د خارجه وزارت یوه مسئول مقام هم وئیلی دی ، دکیمیائی وسلو دبندیز د موسسې دکارپیژاندو د ټیم په ورتلو او دماموریتونو په ترسره کیدا کې د ځنډ مسئولیّت د لویدیځی لوری او امریکا په غاړه دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 13, 2018 10:40 Asia/Kabul
  •   سوریه دکیمیائی وسلو دمنع کیدا موافقې ته بشبړپابنده ده

دسورئې د خارجه وزارت یوه مسئول مقام هم وئیلی دی ، دکیمیائی وسلو دبندیز د موسسې دکارپیژاندو د ټیم په ورتلو او دماموریتونو په ترسره کیدا کې د ځنډ مسئولیّت د لویدیځی لوری او امریکا په غاړه دی .

دسورئې  خارجه وزارت  نن دیوې اعلامیې  په خپرولو سره  وئیلی دی ، سوریه یو ځل بیا  د کیمیائی  وسلو دبندیز د  تړون دغړی  په توګه   دخپلو ژمنو په بشپړ اجرا او دله دغې  موسسې سره  پر هراړخیزو ملګرتیاؤ  یو ځل بیا ټینګار  کوی .

 العالم ټیلیویژنی چینل  راپور ورکړی ،  دسورئې  خارجه وزارت نن  په دغې  اعلامیې کې  همداراز وئیلی دی ، د دمشق حکومت دکیمیائی وسلو دبندیز   موسیسې  ټیم ته   د هرډول آسانتیاؤ  دبرابرولو لپاره    تیار دی، په همدې خاطر ئې د  دوما  ښار  د   پیښې د څیړنو لپاره بلنه ورکړې ده . 

  دسورئې د  خارجه وزارت یوه مسئول مقام  هم وئیلی دی ،   دکیمیائی وسلو دبندیز د موسسې  دکارپیژاندو د ټیم  په ورتلو او   دماموریتونو  په ترسره کیدا کې د  ځنډ  مسئولیّت د لویدیځی  لوری او امریکا  په غاړه  دی .

د سورئې  د دمشق په شاوخوا کې  په دوما سیمې کې  دیره ترهه ګرو د اپریل په اوه مه   دمشق    په کیمیائی حملې او د لسګونو کسانو  په وژلو تورن کړی  ؤ . یو داسې تور چې د سورئې  حکومت په بشبړ ډول  رد کړی دی ، خو بیا ئې هم په دې اړه د بشبړ څیړنو  وړاندیز کړی  دی .  خو دا  امریکا اوځینی لویدیځی او غولیدلی عربی هیوادونه دی چې   دغه  پیښه ئې  په سورئې  دامریکا دحملې لپاره یو  لاسوند ګرځولی او دامریکا ولسمشر هم په سورئې د بوځی یرغل  دړکه هم کړی  ده .