په سورئې دامریکااودهغې د انډیوالانوحمله یوتیریګراقدام ؤ
ډاکټر روحانی زیاته کړې ، دامریکایانو دغه تیریګر اقدام وښودله چې له ترهه ګرو سره نیغه په نیغه رابطه لری او کله ئې چې احساس کړیه د ختیځې غوطې په څیر له مهمې سیمې د ترهه ګرو لاسونه لنډ شول ،نو دغه ډول عکس العمل ئې وښود.
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن دروسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفونی تماس کې وئیلی دی ، که تیری او دنړیوالو قوانینو خلاف ورزی د هغو دعاملانو له خوا له کوم لګښت ورکولو پرته او په آسانۍ سره ممکنه شی ، نو باید په سیمې اونړیوال نظام کې د نوو بې ثباتیو اواړۍ ګړۍ شاهدان ووسو .
ډاکټر روحانی زیاته کړې ، دامریکایانو دغه تیریګر اقدام وښودله چې له ترهه ګرو سره نیغه په نیغه رابطه لری او کله ئې چې احساس کړیه د ختیځې غوطې په څیر له مهمې سیمې د ترهه ګرو لاسونه لنډ شول ،نو دغه ډول عکس العمل ئې وښود.
داسلامی ایران ولسمشر ورښانه کړې ده ، په سورئې د امریکا او دهغې انډیوالانو حملې وښودله ، په سورئې له ترهه ګرۍ سره دنهائی مبارزې په لاره کې له نوو مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره مخامخ یوو او باید پخپلو کې سره لازیاتې مشورې او ملګرتیاوې ولرو .
هغه د دې خبرې په کولو سره چې باید دسورئې دبحران دحل لپاره خپل اقدامات چټک کړوو ټینګار کړی ، اسلامی ایران تیار دی ، څو له ورسیې سره په دوو ا ړخیزو او درو اړخیزو چوکاټونو کې خپلې ملګرتیاوې زیاتې کړی .
دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم دې ته په اشارې سره چې ایران اوروسیه په ډیرو سیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو کې سره ګډ نظر لری ، ووئیل ، په هرې پلمې سره په سورئې دامریکا او دهغې د متحدانو حمله د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزی ده .
پوتین روښانه کړې ، دامریکا اود هغې دانډیوالانو دغه اقدام له نړیوال جنایت او تیری پرته بل هیڅ نه دی ، او په سورئې کې د کیمیائی وسلو دکارولو پلمه بې اساسه او دحقیقت خلاف ملنډه ده . د روسیې ولسمشر ټینګار کړی ، دغه ډول تیریګر اقدامات په سیمې په تیره بیا په سورئې کې له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره دمبارزې په لاره کې دمونږ دهلوځلو خنډ نه کیږی او باید په سورئې کې د د سولې او ثبات دپراختیا او دخبرواترو د دوام لپاره د ایران ،روسیې اوترکیې درې اړ خیزې مشورې او رابطې دوام وکړی . .