امریکا او عربستان سوریې ته دعربی ځواک داستولو هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69374-امریکا_او_عربستان_سوریې_ته_دعربی_ځواک_داستولو_هڅه_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر پرون له داعش سره د تش په نامه د مبارزې د ائتلاف په چوکاټ کښې سوریې ته د عسکرو د استولو لپاره د ریاض د چمتووالی خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2018 00:32 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان دیمن دجنګ په جبۍ(quagmire) کښې هم ښکیل دی او په دغه هیواد کښې هیڅ هدف نه دی رسیدلی .
    سعودي عربستان دیمن دجنګ په جبۍ(quagmire) کښې هم ښکیل دی او په دغه هیواد کښې هیڅ هدف نه دی رسیدلی .

ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر پرون له داعش سره د تش په نامه د مبارزې د ائتلاف په چوکاټ کښې سوریې ته د عسکرو د استولو لپاره د ریاض د چمتووالی خبر ورکړ .

سوریې ته د سعودی عربستان لخوا د عسکرو د استولو خبره په داسې حال کښې مطرح شوی ده چې دامریکا وال سټریټ جورنال(The Wall Street Journal) ورځپاڼې ویلی دی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوریې کښې دخپل هیواد دعسکرو پرځاې د عربو هیوادونو د ځواکونو د دیره کولو هڅه کوی .

دسعودی عربستان دبهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر چې هیواد یې په سوریې ، عراق ، یمن او نورو ډیرو هیوادونو کښې د  القاعده ، داعش او دنورو ډیرو وهابی ترهګرو ډلو ستر جوړونکی دی ټینګار وکړ دغه هیواد وړاندیز ورکړی وو چې سوریې ته د ترهګرۍ پرضد دتش په نامه د عربو د ائتلاف ځواکونه استولی شی .

عربستان په داسې حال کښې سوریې ته د عربو ځواکونو د استولو وړاندیز مطرح کوی چې د سوریې پوځ په تیرو څو میاشتو کښې زیات پرمختګونه کړی دی او ترهګر له ماتی سره مخ دی .

له بلې خوا سعودی عربستان دیمن دجنګ په جبۍ(quagmire) کښې هم ښکیل دی او په دغه هیواد کښې هیڅ هدف نه دی رسیدلی او یوازې ملکی خلک یې وژلی دی او اوس نیت لری سوریې ته د عسکرو په استولو سره سیمه یوې(۱) نوی لوبې ته ورګډه کړی .

دامریکا حکومت هم کوشش کوی د عربو هیوادونو یو متحد پوځی ځواک په سوریې کښې دخپلو عسکرو ځاې ناستی کړی چې په دغه هیواد کښې دداعش له ماتی په وروسته  دثبات په پروسې کښې ګډون وکړی .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان ، امریکا، انګلستان ، فرانسې او د نورو عربو او اروپایی هیوادونو تر ملاتړ لاندې ترهګرو ډلو په پراغ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی چې اوس هم دوام لری