په سوریې حمله د څه لپاره ؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69470-په_سوریې_حمله_د_څه_لپاره
زمونږ خبریال وایی دپاکستان جنګ (Jang)ورځپاڼې په پرونۍ ګڼې کښې د ډاکټر ندیم عباس بلوچ په قلم یوه(۱) مقاله چې عنوان یې په سوریې حمله د څه لپاره ده خپره کړی وه چې ځینې برخې یې اوس تاسو ته په پښتو ژبه وړاندې کوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2018 09:02 Asia/Kabul
  • سوریې داعش او نورو ترهګرو ډلو ته ماتي ورکړه او دامریکا او دهغې د سیمه ییزو متحدو عربو هیوادونو ټول پلانونه یې شنډ کړل .
    سوریې داعش او نورو ترهګرو ډلو ته ماتي ورکړه او دامریکا او دهغې د سیمه ییزو متحدو عربو هیوادونو ټول پلانونه یې شنډ کړل .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان جنګ (Jang)ورځپاڼې په پرونۍ ګڼې کښې د ډاکټر ندیم عباس بلوچ په قلم یوه(۱) مقاله چې عنوان یې په سوریې حمله د څه لپاره ده خپره کړی وه چې ځینې برخې یې اوس تاسو ته په پښتو ژبه وړاندې کوو .

په هر جنګ کښې چې کیمیاوی وسلې وکارول شی او عادی او ملکی خلک تر اغیز لاندې ورشی یو غیر انسانی عمل دی او دغه کار چې څومره هم وغندل  شی کم دی .

خو یو سړی چې لږ شان هم عقل ولری دغه خبره نشی منلی   داسې پوځ چې دښمن له څلورو (۴)خواو کلابند کړی دی او دهغه لاجیسټیکی او ارتباطی لارې یې بندې کړی دی او د موافقې پراساس دریمه(۳) برخه دښمانان له سیمې وتلی دی او دغه راز داسې پوځ چې د ځمکې او هوا له لارې په دښمن برلاسی لری ایا له کیمیاوی وسلو به استفاده وکړی .؟

که چیرې کیمیاوی وسلې کارول شوی هم وی  نو هغه ترهګرو استعمال کړی دی او باید په دې هکله تحقیق وشی چې ترهګرو ته کیمیاوی ګازونه (کیمیاوی وسلې ) کومو هیوادونو ورکړی دی .؟

سوریه یو (۱)خوشحال  هیواد وو او دهغه طبی او دپوهنتون نظام د سیمې د ډیرو هیوادونو په پرتله ډیر ښه وو .

دسوریې بیخ بنایانې په ډیرې سلیقې سره جوړې شوی وې او په هیواد کښې  د اوورګاډی او د ارتباطی لارو ترټولو ښه نظام موجود وو .

په سوریې کښې د خلکو ترمینځ مذهبی غږملتیا وه او په دغه هیواد کښې ستر اهل سنت علما وزیږیدل چې په قران ، فقه او حدیث کښې یې ډیر کار کړی دی  او دهغوې کار ډیر اساسی وو .

په دمشق کښې د  اسلامی علمونو ستر کتابونه چاپیدل او دغه راز دنړۍ د بیلابیلو هیوادونو طلباو د حضرت زینب سلام الله علیها په سپیڅلی حرم کښې په واقع علمیه حوزې کښې علم ترلاسه کاوه .

د سوریې عیسایانو په کاملې ازادۍ سره خپل مذهبی رسمونه ترسره کول .

سوریه داسې هیواد  وو چې پکښې په هیڅ شی بندیز نه وو .

 دسوریې ښځو په ازادۍ سره ژوند کولای شو او هغوې د هیواد دننه او خارج ته سفرونه کولای شو  او اکثره ښځو کارونه هم کول .

په دا ډول حالت کښې د عربو دسپرلی په نوم د بدلونونو لړۍ دیوه (۱)طوفان په شان پیلیږی او د دغو بدلونونو د لړۍ پیلیدا  چې په رسنیو کښې یې ډیر پراخ انعکاس درلود او په چټکې سره یې د هیوادونو حکومتونه بدلول کارپیژاندی په شک کښې واچول او دسوریې ځینو خلکو هم مظاهرې کولې او حکومت هم هغوې ته دمظاهرو د ترسره کولو اجازه ورکوله .

دسوریې په څو ښارونو کښې مظاهرې ترسره کیدلې او بیا تیت پرک کیدلی او په مقابل کښې د ولسمشر بشار اسد په ملاتړ کښې هم خلکو مظاهرې پیل کړې    چې ګڼ شمیر خلکو پکښې ګډون کاوه .

لنډه دا چې په سوریې کښې یو خونړی جنګ پیلیږی او دا ډیره مشکله خبره نه ده چې څوک ددغو مظاهرو شاته په مسلې  پوه نشی .

وویل شو چې په سوریې کښې ددغو مظاهرو هدف د ډیموکراسۍ(جمهوریت) رامینځته کول او په هیواد کښې د دیکتاتورۍ  ختمول دی .

ډیره ښه اوس دغه پوښتنه مطرح ده چې د سوریې دولسمشر بشار اسد پرضد ددغو مظاهرو مالی ملاتړی کوم هیوادونه وو ؟ د فارس خلیج د حوزې عرب هیوادونه .

اوس دغه پوښتنه مطرح ده ایا دفارس خلیج په عربو هیوادونو کښې جمهوریت شته او کله په دغو هیوادونو کښې انتخابات شوی دی ؟ ایا څوک ددغو انتخاباتو دترسره کیدا نیټه ښودلی شی ؟

ایا دا یو جوک (Joke) او ټوکه نه ده چې سعودی عربستان او قطر په سوریې کښې د جمهوریت د رامینځته کولو لپاره په میلیارډونو ډالره لګولی دی ؟

مهمه ټکی دا دی چې دسوریې هغه ډلې چې دحکومت پرضد جنګیدلې که چیرې فرض کړو سوریه ونیسی  ایا هغوې به له سوریې یو(۱) نوی ډیموکراټیک هیواد جوړ کړی ؟

هغو سیمو چې د داعش او دنورو یاغی ډلو تر نیواک لاندې وې تر وسه وسه هڅه وکړه چې په دغو سیمو کښې خپل حکومت اجرا کړی .

په سوریې کښې دیره ترهګرو ډلو په ځینو وختونو کښې خلک ژوندی په اوور کښې سوزول او په ځینو موردونو کښې یې دهغوې سرونه په اوبو کښې ډوبول او هغوې یې وژل .

په سوریې کښې دیره ترهګرو ډلو په ځینو سیمو کښې په خلکو ټانکونه(Tanks) ورخیژول .

ترهګرو ډلو غیر مسلمانې میرمنې په پیسو خرڅولې او دغو ترهګرو ډلو دسوریې دملت پرضد هرډول ظلمونه وکړل او له ټولې نړۍ یې  کسان(ټروریسټان) راټول کړل او سوریې ته وروستل او هیواد یې وران او تباه کړ .

په سوریې کښې ترهګرو دانسانیت د وژلو کار ترسره کاوه  او رسنیو هم څه نه څه دغو جنایتونو ته اشاره کړی ده .

ممکنه ده چې دسوریې ولسمشر بشار اسد ډیرې غلطیانې کړی وی خو دومره لیونی نه دی چې په یوې(۱) ساده مسلې پوه نشی چې  اصلی مسله د ډیموکراسۍ او دیکتاتورۍ نه ده بلکې دډیموکراسۍ په زړه پورې شعار سره هدف هغو ډلو ته چې تل په خپل مینځ کښې جنګونه وکړی دسوریې سپارل وو او اسرائیل هم کله په یوې او کله په بلې ډلې بمبارې وکړی او خپله په ارام ډول سا واخلی .

یعنی په سوریې کښې دجنګ هدف د تل لپاره  د اسرائیلو د امنیت تضمینول وو .

سوریه په سیمه کښې داسرائیلو پرضد یو(۱) ستر قدرت وو  او یو پیاوړی پوځ یې درلود او ترټولو مهمه خبره دا چې سوریې  زړور او اراده لرونکی مشران لرل چې دملګروملتونو په پریکړه لیکونو کښې وتوانیدل د برابرۍ د اصل پراساس خبرې وکړی .

په همدې خاطر هڅه وشوه چې سوریې ته د عبرت درس ورکړل شی  او نورو هیوادونو ته هم پیغام ورکړل شی هرهیواد چې سر پورته کړی نو د  سوریې له برخلیک سره به مخامخ شی .

د سوریې پوځ خپل په زرګونو ځوانان د خپل هیواد دساتلو لپاره قربان  کړل او د  داعش په شان انسان ضده ډلې ته یې ماتی ورکړه .

که چیرې داعش ډله بریالۍ کیدله هیڅ  متمدنه ټولنه دهغې له شر څخه په امان کښې نشوه پاتې کیدله .

دداعش ډلې ځینې غیر انسانی اقدامات خلکو په اروپایی هیوادونو کښې لیدلی دی .

نړیوال استکبار او له داعش ډلې سره مالی مرسته کونکو هیوادونو (امریکا، انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان او قطر ) چې کله ولیدل د سوریې په حمص(Homs) سیمه کښې ارامښت او ثبات ټینګیږی او که دوما(Douma) سیمه هم د سوریې دپوځ لاس ته ورشی دغه چاره  په سوریې کښې د ډیر استحکام سبب کیدله او کله چې استعمار او دهغوې سیمه  ییزو دوستانو (سعودی عربستان او قطر )ولیدل  چې ددوې په میلیارډونو ډالره پانګونه به له مینځه ولاړه شی په دا ډول شرایطو کښې یې دسوریې حکومت په دوما(Douma) سیمه کښې له کیمیاوی وسلو په استفادې تورن کړ په داسې حال کښې چې د ملګروملتونو د کیمیاوی وسلو د بندیز د تړون پلټونکی او تحقیقاتی ډله دمشق ته رسیدلی ده.

 په سوریې د امریکا ، انګلستان او دفرانسې توغندوی حمله که چیرې له یوې خوا ددغو دریو(۳) هیوادونو دسیسه ایشوا کوی نو له  بلې خوا  په دغه دسیسې کښې د سیمه ییز استعمار(سعودی عربستان او قطر ) د مالي  مرستو رول هم ایشوا کوی .

څرنګه چې سوریې داعش او نورو ترهګرو ډلو ته ماتی ورکړه او دامریکا او دهغې د سیمه ییزو متحدو عربو هیوادونو ټول پلانونه یې شنډ کړل او دهغوې سناریو یې له ماتی سره مخامخ کړه .

دمقالې لیکوال ډاکټر ندیم عباس بلوچ .

د پښتو او فارسۍ ژباړه عاشق حسین طوری د تهران راډیو د پښتو خپرونې مدیر

د۲۰۱۸ میلادی کال د اپریل د میاشتې ۱۹ نیټه .