دجرمنی،روسیې اوآسټریامشران په سورئې کې سوله اوثبات غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69504-دجرمنی_روسیې_اوآسټریامشران_په_سورئې_کې_سوله_اوثبات_غواړی
دآسټریا صدراعظم سباستیّن کورتس د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمنی له صدراعظمې میرمن آنګله مرکل سره په ټیلیفونی خبرو کې د سورئې دسولې دنوی خبرواترودکوربتوب لپاره د آسټریا چمتووالی اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2018 13:18 Asia/Kabul
  •  دجرمنی،روسیې اوآسټریامشران په سورئې کې سوله اوثبات غواړی

دآسټریا صدراعظم سباستیّن کورتس د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمنی له صدراعظمې میرمن آنګله مرکل سره په ټیلیفونی خبرو کې د سورئې دسولې دنوی خبرواترودکوربتوب لپاره د آسټریا چمتووالی اعلان کړ .

کورنن   انټرنیټی  پاڼې  راپور ورکړی ،سباستیّن  دروسیې له ولسمشر  پوتین سره  په ټیلیفونی خبرو کې   دسورئې په شخړې کې  د نوی ډیپلوماټیک  عمل د نوښت په باب  په مقدماتی خبرواترو بحث او غور وکړ .

 دآسټریا صدراعظم    وئیلی دی ،  ولادیمیر پوتین   په دې باب د آسټریا له وړاندیز سره ، چې  ویانان د سورئې د خبرواترو لپاره  یو ځای شی ، موافقه کړې ده .

 هغه  همداراز په سورئې کې  دانسانی مرستو پر اهمیّت هم ټینګار کړی او وئیلی ئې دی ،باید  په ټولو ممکنو  آوزارونو سره  په سورئې کې  دنښتو په تیره بیا د  امریکا اوروسیې په څیر د  سترو قدرتونو ترمینځ د ترینګلتیاؤ   مخنیوی وشی .

 سباستیّن کورتس  همداراز  دجرمنی له صدر اعظمې میرمن  آنګلا مرکل سره  په تماس کې هم په دې په ټینګار سره چې  سوریه  هیڅ پوځی حل لاره نه لری ،  د سورئې د شخړو  د سوله ایز حل لپاره  ئې د ډیپلوماټیک عمل نوښت او  باؤر جوړونې په باب  بحث اوخبرې کړی دی .