دجرمنی،روسیې اوآسټریامشران په سورئې کې سوله اوثبات غواړی
دآسټریا صدراعظم سباستیّن کورتس د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمنی له صدراعظمې میرمن آنګله مرکل سره په ټیلیفونی خبرو کې د سورئې دسولې دنوی خبرواترودکوربتوب لپاره د آسټریا چمتووالی اعلان کړ .
کورنن انټرنیټی پاڼې راپور ورکړی ،سباستیّن دروسیې له ولسمشر پوتین سره په ټیلیفونی خبرو کې دسورئې په شخړې کې د نوی ډیپلوماټیک عمل د نوښت په باب په مقدماتی خبرواترو بحث او غور وکړ .
دآسټریا صدراعظم وئیلی دی ، ولادیمیر پوتین په دې باب د آسټریا له وړاندیز سره ، چې ویانان د سورئې د خبرواترو لپاره یو ځای شی ، موافقه کړې ده .
هغه همداراز په سورئې کې دانسانی مرستو پر اهمیّت هم ټینګار کړی او وئیلی ئې دی ،باید په ټولو ممکنو آوزارونو سره په سورئې کې دنښتو په تیره بیا د امریکا اوروسیې په څیر د سترو قدرتونو ترمینځ د ترینګلتیاؤ مخنیوی وشی .
سباستیّن کورتس همداراز دجرمنی له صدر اعظمې میرمن آنګلا مرکل سره په تماس کې هم په دې په ټینګار سره چې سوریه هیڅ پوځی حل لاره نه لری ، د سورئې د شخړو د سوله ایز حل لپاره ئې د ډیپلوماټیک عمل نوښت او باؤر جوړونې په باب بحث اوخبرې کړی دی .