په سورئې دامریکا حمله د اسرائیلو دبقاء لپاره وه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69734-په_سورئې_دامریکا_حمله_د_اسرائیلو_دبقاء_لپاره_وه
دپاکستان دایټم بم پلار عبدالقدیر خان هغو عربو اومسلمانو هیوادنو ته په اشارې سره چې د دغې حملې ملاتړ ئې کړی دی ، لیکلی دی ، ننګ او پیغور دی دهغو اسلامی هیوادونو لپاره چې د دغې تیریګرې او جنایتکارې حملې ملاتړ ئې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2018 10:18 Asia/Kabul
  • په سورئې دامریکا حمله د اسرائیلو دبقاء لپاره وه

دپاکستان دایټم بم پلار عبدالقدیر خان هغو عربو اومسلمانو هیوادنو ته په اشارې سره چې د دغې حملې ملاتړ ئې کړی دی ، لیکلی دی ، ننګ او پیغور دی دهغو اسلامی هیوادونو لپاره چې د دغې تیریګرې او جنایتکارې حملې ملاتړ ئې کړی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان  ایټم بم پلار  او مخینه لرونکی ساینسدان  ډاکټر عبدالقدیر خان  په یوې مقالې کې چې  نن  دپاکستان  په جنګ ورځپاڼې کې خپره شوې ،  په سورئې  ئې د امریکا او دهغې دانډیوالانو  یعنی انګلستان اوفرانسې  وروستۍ توغندوی حملې  ته په اشارې سره خبرداری ورکړی ،د روسیې ګواښ او سپارښتنو سره سره ،  دغه   وحشیانه او تیریګره حمله شوې ، چې  له امله ئې یو شمیر بې ګناه مسلمانان  شهیدان او ټپیان شوی دی .

 دپاکستان  دایټم بم پلار عبدالقدیر خان  همداراز  هغو عربو اومسلمانو  هیوادنو ته په اشارې سره چې  د دغې حملې  ملاتړ ئې کړی دی ،  لیکلی دی ،  ننګ او پیغور دی دهغو  اسلامی هیوادونو لپاره چې د دغې تیریګرې او جنایتکارې حملې ملاتړ ئې کړی دی . 

 ډاکټر قدیر خان دغه راز وئیلی دی، هغه  ټوله ترهه ګری او جنایتونه چې   په سیمې کې روان دی ،  د اسرائیلو  دبقاء لپاره  دی  او باید اسلامی او عربی هیوادونه   دې په خود کې شی او  ممکنه ده سبا د دهغوی وار هم راورسیږی .

 د  پاکستان د ایټم بم پلار  روسیې ته په خطاب  سره هم وئیلی دی ، روسیه هم باید  د دغې وحشیانه او جنایتکارې حملې  په ځواب  کې  دصهونیسټ رژیم  ایټمی تاسیساتو باندې  حمله وکړی او له مینځه ئې یوسی ، که داسې نه وی ، نو  د لویدیځی  هیوادونو د  دغه یرغلګر اقدام  ته ځواب نه ورکول  به  بزدلی او کمزوری وګڼل شی .