ملګری ملتونه دسورئې دبحران په حل کولوکې بې وسه دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69744-ملګری_ملتونه_دسورئې_دبحران_په_حل_کولوکې_بې_وسه_دی
سورئې له کیمیائی وسلو داستفادې په باب لګیدل شوی درست تورونه په کلکه رد کړی دی . روسیې هم دا ، په سورئې د حملې د توجیه لپاره یوه له مخکې جوړه شوی پلمه بللې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2018 11:04 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه دسورئې دبحران په حل کولوکې بې وسه دی

سورئې له کیمیائی وسلو داستفادې په باب لګیدل شوی درست تورونه په کلکه رد کړی دی . روسیې هم دا ، په سورئې د حملې د توجیه لپاره یوه له مخکې جوړه شوی پلمه بللې ده .

دملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوترش  نن د سویډ  له ایس وی ټی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې   چې نن خپرې شوی ، وئیلی دی ،  په  امنیت شورا کې د  موجوده اختلافاتو  په نظر کې په نیولو سره ، دغه  موسسه   دهغو مشکلاتو   دحل  وس نه لری ،  چې  سوریه ورسره لاس اوګریوان  ده .

 آنتو نیو ګوترش  زیاته کړې ،  ډیره ساده خبره ده چې  فکر وکړوو  ملګری ملتونه     وس لری ،  په معجزه کولو سره  دسورئې مشکل  حل کړی ، په تیره بیا  دې ته په پام سره چې  امنیت شورا  د دغې موضوع  په سر  سره  اختلاف لری .  په عین حال کې د ملګروملتو سرمنشی منلې ده چې  د سورئې  دشخړې په حل کولو کې  بې وسه دی .

 امریکا ، فرانسې  اوانګلستان د اپریل په څوارلسمه نیټه   دسورئې  په دوما کې د حکومتی ځواک له خوا د کیمیائی وسلو څخه   داستفادې په پلمه   په  سورئې  حمله و کړه چې   په پنځوسو دقیقو کې ئې  د دغه هیواد  په بیلابیلو مرکزونو  څه دپاسه سل توغندی وویشتل  چې  د روسیې او خپلواکه سرچینو  په وینا  دغه زیاتره توغندی د سورئې  دهوا فضا دفاعی توغندوی سسټم  په  فضا کې  شنډ کړی دی . 

سورئې   له کیمیائی وسلو   داستفادې په باب  لګیدل شوی درست تورونه په کلکه رد کړی   دی . روسیې  هم  دا  ، په سورئې  د حملې د توجیه لپاره  یوه له مخکې جوړه شوی پلمه بللې ده .