په سورئې کې اتحاد او سوله د وخت ضرورت دی
د سورئې دوروستیو بدلونونو په باب دملګروملتو او اروپائی اتحادئې ګډه غونډه نن په بروکسل کې جوړه شوې ده .
الشرق الاوسط خبری سایټ راپور ورکړی ، دملګروملتو سرمنشی آنتو نیو ګوترش نن په بروکسل کې دسورئې په باب پوه یوې غونډې کې وئیلی دی ، پوځی حل لاره دسورئې لپاره مناسب نه ده او سوریه باید ونه ویشل شی .
ګوترش زیاته کړې ، دسورئې څه دپاسه دیارلس میلیون خلک په ډیرو بدو شرائطو کې ژوند کوی او شپږ نیم میلیون نور سوریاوال له خپل هیواده بهر ژوند کوی .
د ملګروملتو سرمنشی له سورئې سره ملی مرستې ضروری وبللې او دغه ارز ئې ووئیل دغه مرستې باید بیرته پیل شی په داسې حال کې چې تر دې دمه ملګرو ملتو ته له سورئې سره دمرستو لپاره د اړتیا وړ پیسو څخه ۲۷فی صدی برخه رسیدلې ده .
هغه همداراز د سورئې دبحران لپاره سیاسی حل لارې ته رسیدا او د سوریاوالو کډوالو دبیرته ستنیدا غوښتنه وکړه او ټینګار ئې وکړ، دسورئې لپاره هیڅ ډول پوځی حل لاره مثبتې نتیجې نه لری اوباید له سوله ایزو اوډیپلوماټیکو لارو استفاده وشی .
د سورئې دوروستیو بدلونونو په باب دملګروملتو او اروپائی اتحادئې ګډه غونډه نن په بروکسل کې جوړه شوې ده .