امریکادې ترهه ګرو ډلوسره مالی او وسلوال ملاتړنه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i70180-امریکادې_ترهه_ګرو_ډلوسره_مالی_او_وسلوال_ملاتړنه_کوی
ترکیې چارواکو په همداروستیو کې امریکا اوفرانسې ته ، دسورئې په شمال کې د پی ،وائی ډی ځواک د یونټونو وګړو ته د ټرینینګ ورکولو په باب خبرداری ورکړی او دا کار ئې د نه زغملو وړ بللی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 29, 2018 14:01 Asia/Kabul
  • امریکادې ترهه ګرو ډلوسره مالی او وسلوال ملاتړنه کوی

ترکیې چارواکو په همداروستیو کې امریکا اوفرانسې ته ، دسورئې په شمال کې د پی ،وائی ډی ځواک د یونټونو وګړو ته د ټرینینګ ورکولو په باب خبرداری ورکړی او دا کار ئې د نه زغملو وړ بللی دی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دترکیې لومړی وزیر بن علی ییلدریم   نن له  سی این این  ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې  ټینګار کړی ، د سورئې  په شمال کې  منبج سیمه    له عربانو،ترکمنو او نورو قومونو سره اړونده ده  او  په دغې سیمې کې دترهه ګرو شتون   د دغې سیمې دخلکو  آرامښت او  همداراز  دترکیې  امنیت  له خطرې  سره مخامخ کوی .

ییلدریم  زیاته کړې ، دانقرې چارواکو  امریکایانو ته  اعلان کړی ، چې  باید منبج  له ترهه ګرو پاک کړی   او که داسې نه وی ،نو  ترکیه به  هغه څه چې لازم  ئې وګڼی ،  دخپل امنیت او  په سیمې کې  د ترهه ګرو د ګواښ  دختمولولپاره به ئې ترسره کړی . 

 دترکیې  لومړی وزیر هیله ښودلې ،  امریکا دسورئې په شمال کې  له ترهه ګروسره  د خپلو ملاتړونو   په درولو سره ، دناټو موسسې  په غړو کې  د تاؤتریخوالی د رامینځةکیدا مخنیوی وکړی .

له سورئې  دخپلو پوځیانو  دو یستولو په باب د امریکا د ولسمشر  ډونالډ  ټرمپ  د وروستۍ ادعا په اپوټه  ، امریکا   دسورئې دمنبج ښار په شاوخوا کې  په دادت کلی کې  دوې پوځی پستې  جوړوی . دغه سیمه د  سورئې د پی  وائی ډی  په نامه  د کردانو د ډیموکراټیک اتحاد ګوند او د پی کې کې   په نامې  د کرد ډول ترکنټرول  لاندې د ه .

 داپه داسې حال کې دی چې  ترکیې   چارواکو  په همداروستیو کې   امریکا اوفرانسې ته ، دسورئې په شمال کې  د پی ،وائی ډی  ځواک د یونټونو  وګړو ته د ټرینینګ   ورکولو په باب خبرداری ورکړی  او  دا کار  ئې د نه زغملو وړ بللی  دی .