امریکا په یمن کې د عربستان په جنایتونو کې شریکه ده
واشنګټن د یمن پرضد په جنګ کې د خپل ګډون له یوې مودې پټونو وروسته د لومړی ځل لپاره اعتراف وکړ چی د امریکا عسکر په یمن په حمله کې نیغ په نیغه ګډون لری
د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر ټینګار وکړ د یمن او عربستان په پولو کې د امریمایی عسکرو د شتون په اړه د امریکا د دفاع وزیر څرګندونې ثابتوی چی امریکا د یمن خلک وژنی او په یمن د سعودیانو په تیری کې شریکه ده .
واشنګټن د یمن پرضد په جنګ کې د خپل ګډون له یوې مودې پټونو وروسته د لومړی ځل لپاره اعتراف وکړ چی د امریکا عسکر په یمن په حمله کې نیغ په نیغه ګډون لری او د دغه هیواد پوځی یونټونه د یمن د توغندویډپوګانو په حمله کې له سعودی جنګی الوتکو سره مشارکت کوی . محمد علی الحوثی جوته کړی ده امریکا په خپل تاریخ کې هیڅکله د عدالت پلوی نده بلکی تل یې د خلکو په ارادې او غوښتنو سترګې پټې کړی دی .