امریکادې په سورئې کې خپل غیرقانونی پوځی شتون پای ته ورسوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72226-امریکادې_په_سورئې_کې_خپل_غیرقانونی_پوځی_شتون_پای_ته_ورسوی
التنف سیمه ،د سورئې په دښتې (البادیه) کې د سورئې ،عراق او اردن ترمینځ یوه مثلثی سرحدی کرښه ده . د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له دې مخکې له سورئې د بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه کړې وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2018 14:50 Asia/Kabul
  •   امریکادې په سورئې کې خپل غیرقانونی پوځی شتون پای ته ورسوی

التنف سیمه ،د سورئې په دښتې (البادیه) کې د سورئې ،عراق او اردن ترمینځ یوه مثلثی سرحدی کرښه ده . د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له دې مخکې له سورئې د بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه کړې وه .

 تاس خبری آژانس راپورورکړی ، دروسیې خارجه وزیر  سرګئ لاؤروف  نن   په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ،  د سورئې  په التنف  سیمې کې  دامریکا د پوځی شتون د دوام لپاره هیڅ دلیل  نشته ،باید خپل غیر قانونی پوځی شتون دې ختم کړی . 

 لاؤروف زیاته کړې ،  دغه محدوده  (یعنی   په التنف  سیمې  کې د امریکائی  پوځیانو دشتون  پوځی محدوده)، د التنف سیمې په شاوخوا کې  یوه  مصنوعی  پوځی سیمه  او  په  هغو دلیلونو  چې  د  له منطقی نظره  دمنلو وړ نه دی ، رامینځة شوی  ده .

  د روسیې خارجه وزیر وئیلی دی ، په سورئې کې له داعش سره اړونده  ترهه ګرې ډلګۍ  په التنف  سیمې کې  او د امریکائی  پوځیانو ترکنټرول لاندې سیمو کې  لازیاتې فعالې دی .

 د روسیې د خارجه وزیر په وینا، دالتنف سیمې  وضعیّت ، د سورئې په جنوب کې د کمو تاؤتریخوالو لرونکو سیمو  دمنظمولو لپاره  د امریکا او روسیې   له موافقو سره سمون نه خوری .

  التنف سیمه ،د سورئې په دښتې (البادیه) کې  د  سورئې ،عراق او اردن   ترمینځ  یوه مثلثی سرحدی کرښه ده . د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم  له دې مخکې   له سورئې د بهرنیو عسکرو د وتلو  غوښتنه کړې  وه .