امریکا نن بیا د سوریې ملکی وګړی وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72750-امریکا_نن_بیا_د_سوریې_ملکی_وګړی_وژلی_دی
زمونږ خبریال وای دامریکا جنګی الوتکو نن سهار د سوریې په شمال ختیځ کښې د حسکه ولایت په جنوبی سیمې کښې په جزاع کلی حملې سره کابو لس(۱۰) کسان وژلی دی چې ټول یې ښځې او ماشومان دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2018 11:01 Asia/Kabul
  • دسوریې په ادلب کښې د تحریر الشام ترهګرې ډلې دمهماتو او وسلو په مرکز کښې نن ستره چاودنه شوه او دغه مرکز په کامل ډول تباه شوی دی .
    دسوریې په ادلب کښې د تحریر الشام ترهګرې ډلې دمهماتو او وسلو په مرکز کښې نن ستره چاودنه شوه او دغه مرکز په کامل ډول تباه شوی دی .

زمونږ خبریال وای دامریکا جنګی الوتکو نن سهار د سوریې په شمال ختیځ کښې د حسکه ولایت په جنوبی سیمې کښې په جزاع کلی حملې سره کابو لس(۱۰) کسان وژلی دی چې ټول یې ښځې او ماشومان دی .

دامریکا په مشرۍ دنړیوال ائتلاف جنګی الوتکو په تیرو دریو(۳) ورځو کښې څو ځله په حسکه ولایت بمباریو کښې د څلورو(۴) ماشومانو په شمول څوارلس(۱۴)کسان وژلی دی .

د سوریې دبشری حقوقو  څارونکی موسسې هم په تیرې یکشنبې ورځ وویل د ۲۰۱۴ میلادی کال له پیل راهسې تراوسه پورې په حسکه ، دیرالزور ، رقه ،حلب او ادلب ولایتونو د امریکا په مشرۍ دائتلاف د جنګی الوتکو په حملو کښې د اته سوه(۸۰۰) ماشومانو په شمول څه دپاسه درې زره او دوه سوه دیرش (۳۲۳۰)ملګی وګړی وژل شوی دی .

امریکا او څو نورو هیوادونو د ۲۰۱۴ میلادی کال له اګست میاشتې راهسې د سوریې له حکومت سره له غږملتیا  پرته او دملګروملتونو له اجازې پرته له داعش ډلې سره د تش په نامه دمبارزې لپاره یو (۱)نړیوال ائتلاف جوړ کړی دی چې تراوسه یې د سوریې په بیلابیلو ولایتونو کښې په بمباریو سره ډیر بې ګناه خلک وژلی او دهیواد بیخ بنایانې یې تباه کړی دی .

دغه راز دسوریې په ادلب کښې د تحریر الشام ترهګرې ډلې دمهماتو او وسلو په مرکز کښې نن ستره چاودنه شوه او دغه مرکز په کامل ډول تباه شوی دی .