په سورئې کې دامریکا اوانګریز عسکرو شتون پوځی تیری دی
بشار اسد ددې خبرې په کولو سره چې امریکا، بریتانیا او فرانسه د سورئې په دوما دکیمیائی حملې په جعلی سناریو کې لاس لری ،ووئیل ؛ دغه سناریو ئې پلان کړې ، څو دهغې په اساس په سورئې پوځی یرغلونه توجیه کړی .
دسورئې ولسمشر بشار اسد دبریتانیا له دی میل آن سنډې ورځپاڼې سره په خبرو کې په دې په ټینګار سره چې لویدیځوال د دغه هیواد برخلیک نشی ټاکلی ، روښانه کړې ، امریکا او بریتانیائی پوځیان دد مشق دقانونی حکومت له اجازت پرته او په غیر قانونی توګه له ترهه ګرو ډ لو سره د مبارزې په پلمه په سورئې کې دیره شوی دی
د دغو دواړو هیوادونو له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمنه په سورئې کې غیر قانونی شتون، په داسې حال کې دی ، چې درسمی راپورونو په اساس، امریکا اوبریتانیا دسورئې په شمول په سیمې کې دترهه ګرو ډلو اصلی راپنځونکی اوملاتړی شمیرل کیږی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړی ، بشار اسد ددې خبرې په کولو سره چې امریکا، بریتانیا او فرانسه د سورئې په دوما دکیمیائی حملې په جعلی سناریو کې لاس لری ،ووئیل ؛ دغه سناریو ئې پلان کړې ، څو دهغې په اساس په سورئې پوځی یرغلونه توجیه کړی . خو نړیواله ټولنه باید حقیقت ته سترګې وغړوی او نور د دغو تیریګرو او دسیسه ګرو هیوادونو دپوځی تیریو مخه ونیسی او اجازت ورکړی څ، دسورئې پشمول دسیمې ملتونه خپل کرار ژوند وکړی او ثبات اوسوله ووینی .