په سورئې کې دامریکا اوانګریز عسکرو شتون پوځی تیری دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73032-په_سورئې_کې_دامریکا_اوانګریز_عسکرو_شتون_پوځی_تیری_دی
بشار اسد ددې خبرې په کولو سره چې امریکا، بریتانیا او فرانسه د سورئې په دوما دکیمیائی حملې په جعلی سناریو کې لاس لری ،ووئیل ؛ دغه سناریو ئې پلان کړې ، څو دهغې په اساس په سورئې پوځی یرغلونه توجیه کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 10, 2018 01:23 Asia/Kabul
  •   په سورئې کې دامریکا اوانګریز عسکرو شتون پوځی تیری دی

بشار اسد ددې خبرې په کولو سره چې امریکا، بریتانیا او فرانسه د سورئې په دوما دکیمیائی حملې په جعلی سناریو کې لاس لری ،ووئیل ؛ دغه سناریو ئې پلان کړې ، څو دهغې په اساس په سورئې پوځی یرغلونه توجیه کړی .

 دسورئې  ولسمشر بشار اسد  دبریتانیا له دی میل آن سنډې   ورځپاڼې سره  په خبرو کې په دې په ټینګار سره چې لویدیځوال  د دغه هیواد برخلیک نشی ټاکلی ، روښانه کړې ، امریکا او بریتانیائی پوځیان   دد مشق  دقانونی حکومت له اجازت پرته او په غیر قانونی توګه  له ترهه ګرو ډ لو سره د مبارزې په پلمه   په سورئې  کې  دیره شوی دی 

  د دغو دواړو هیوادونو   له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې په پلمنه په سورئې کې  غیر قانونی شتون،  په داسې  حال کې دی ، چې  درسمی راپورونو په اساس، امریکا اوبریتانیا  دسورئې په شمول په سیمې کې  دترهه ګرو ډلو  اصلی راپنځونکی اوملاتړی  شمیرل کیږی . 

     ایرناخبری آژانس راپورورکړی ،  بشار اسد  ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا، بریتانیا او فرانسه  د سورئې  په دوما  دکیمیائی حملې   په جعلی سناریو کې   لاس لری ،ووئیل ؛ دغه سناریو ئې پلان کړې ، څو  دهغې په اساس  په سورئې  پوځی یرغلونه توجیه کړی .  خو نړیواله ټولنه باید حقیقت ته سترګې وغړوی او نور د دغو تیریګرو  او دسیسه ګرو هیوادونو  دپوځی تیریو مخه ونیسی  او  اجازت ورکړی څ، دسورئې پشمول دسیمې  ملتونه  خپل کرار ژوند وکړی او  ثبات اوسوله  ووینی .