امریکا په سوریې کښې بیا اتلس ښاریز وژلی دی
-
د سوریې په ریف دمشق کښې د القطیفه ښار په خوا کښې څو بم چاودنې شوي دي .
العالم ټیلی ویژن راپور راکړی د سوریې په شمال کښې په ریف الحسکه سیمه کښې په یوه(۱) ښوونځی د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د مبارزې نړیوال ائتلاف دجنګی الوتکو په حملې کښې (۱۸)ملکیان وژل شوی دی او څور نور کسان ژوبل شوی هم دی .
تیره اونۍ هم د امریکا په مشرۍ دنړیوال ائتلاف جنګی الوتکو دسوریې د الحسکه ښار په جنوبی سیمې حملې سره اته(۸) ملکیان وژلی وو .
امریکا او ملګرو یې له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې د سوریې له حکومت سره له غږملتیا پرته او د ملګروملتونو له چوکاټ څخه بهر له داعش ترهګرې ډلې سره دتش په نامه د مبارزې په پلمه یو(۱) ائتلاف جوړ کړی دی .
دامریکا په مشرۍ دغه نړیوال ائتلاف تراوسه په سوریې او عراق کښې ډیر بې ګناه ښاریز په حملو کښې وژلی هم دی .
سوریې په ځلونو ملګروملتونو او امنیت شورا ته د لیکونو په استولو سره په خپله خاوره د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د جنګی الوتکو غیر قانونی حملې غندلی دی .
دغه راز د سوریې په ریف دمشق کښې د القطیفه ښار په خوا کښې څو بم چاودنې شوی دی او ویل کیږی چې دغه چاودنې د دغه ښار په خوا کښې دمهماتو په یوه(۱) ګودام کښې د اوور دلګیدا له کبله دی .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې سعودی عربستان، امریکا، انګلستان، فرانسه ، متحده عربی امارات، قطر، ترکیه ، اردن ، اسرائیل ، بحرین او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .