دسوریې او دایران اړیکې ستراتیژیکې دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73308-دسوریې_او_دایران_اړیکې_ستراتیژیکې_دی
دسوریې ولسمشر بشار اسد له العالم ټیلی ویژن سره په ځانګړی مرکه کښې دایران داسلامی جمهوریت او د سوریې اړیکې ستراتیژیکې وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2018 01:48 Asia/Kabul
  • اسرائیلو ته ترټولو ښه ځواب په سوریې کښې په تروریسټانو حملې دي .
    اسرائیلو ته ترټولو ښه ځواب په سوریې کښې په تروریسټانو حملې دي .

دسوریې ولسمشر بشار اسد له العالم ټیلی ویژن سره په ځانګړی مرکه کښې دایران داسلامی جمهوریت او د سوریې اړیکې ستراتیژیکې وبللې .

هغه د سوریې او دایران داړیکو د غوڅولو لپاره د سعودی عربستان د وړاندیز په اړه وویل د  دمشق او دتهران اړیکې د جنوب او دشمالی دمسائلو تر اغیز لاندې نه ورځی او دغه اړیکې په ټولو اړخونو سره په واقعی ډول دسیمې له اوس وخت او  راتلونکی سره اړه لری او دنړیوالو مسائیلو تر اغیز لاندې نه ورځی .

بشار اسد وویل دسوریې په اړه فیصله کول یوازې د  هیواد له خلکو سره اړه لری او مونږ له جنګ سره مخ یوو او که چیرې دایران په اړه کومه فیصله ولرو نو دایران له چارواکو سره به یې مطرح کړو او له بل هیڅ هیواد سره به خبرې ونکړو .

دسوریې ولسمشر بشار اسد په سوریې کښې دشتون لپاره دایران پوځی سلاکارانو ته دبلنې په اړه وویل  دسوریې حکومت له لومړیو څخه له ایران او روسیې وغوښتل په سوریې کښې شتون ولری ځکه چې دمشق ددغو دوو(۲) هیوادونو مرستې ته اړتیا لرله او ایران د سوریې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ .

هغه زیاته کړه  ایران دسوریې دخلکو ددفاع لپاره جنګیدلی او په دې لاره کښې یې وینه ورکړی ده او د مشاورې له ټکې استفاده په دې معنا ده چې ایران په سوریې کښې پوځی او جنګی اډه نلری .

بشار اسد په دې خبرې سره چې اسرائیل نیغ په نیغه په سوریې کښې دترهګرو ملاتړ کوی ډاګینه کړه اسرائیلو ته ترټولو ښه ځواب په سوریې کښې په تروریسټانو حملې دی .