سعودي تيريګرو په حمله کښې اوۀ عامه يمنيان ووژل شول
د يمن د شمال په صعده صوبې د سعودي تيريګرو په هوائي حمله کښې اوۀ عامه يمنيان ووژل شول.
د المسيره خبري چېنل په نقل سره د ايرنا د رپوټ له مخې سعودي جنګي الوتکو پرون د صعده صوبې د غمر پوله ايز ښار په الغور سيمه کښې په يو کور باندې بمباري وکړه چې له امله يې د يوې ښځې په شمول اوۀ عامه وګړي ووژل شول.
وړمه ورځ هم د يمن په صعده، تعز او الحديده صوبو د سعودي تيريګر ائتلاف د توپونو په حملو کښې لږ تر لږه دولس عامه وګړي مړۀ او ژوبل شول.
سعودی عربستان او ځینو نورو عربو هیوادونو د امریکې، اسرائیلو او انګلستان په ملاتړ او حکم سره د تیر میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې دیمن دخلکو پرضد حملې شروع کړی چې اوس هم دوام لری او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوی او دهیواد روغتونونه ، ښوونځی ، بیخ بنایی تاسیستات او د خلکو کورونه تباه کړې شوی دی .
او همدارنګ يې يمنيان له زمکنۍ، سمندري او هوائي لارو محاصره کړي دي چې د يمن مظلوم خلق يې له سختو خوراکي او درملي کمښتونو او د وبا په شمول له ډول ډول بيماريو سره مخامخ کړي دي.