په انګلستان کې درې زره ترهه ګر پټ ژوندکوی
اولوډو د پرونټ سټراټژۍپه نامې له افراط پالنې سره په مقابلې کې د انګلستان دحکومت په سټراټژۍپه نیوکوسره زیاته کړې،په هر هغو لسوترهه ګروکې چې له سورئې او عراقه بیرته راګرځی یوازې یو ترهه ګر محکوم کیږی.
روئیټرز خبری اژانس راپورورکړی ، په انګلستان کې دترهه ګرۍ دچارو یو کارپیژاند تمی تاپی اولوډو په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی،په انګلستان کې کابو شل زره ترهه ګر دامنیتی ادارو تر څارنې لاندې دی ، خو نور کابو درې زره ترهه ګر د ټولنې په عامو خلکو کې پټ شوی دی .
اولوډو د پرونټ سټراټژۍپه نامې له افراط پالنې سره په مقابلې کې د انګلستان دحکومت په سټراټژۍپه نیوکوسره زیاته کړې،په هر هغو لسوترهه ګروکې چې له سورئې او عراقه بیرته راګرځی یوازې یو ترهه ګر محکوم کیږی. هغه روښانه کړې دغه سټراټژی دترهه ګرو دکنټرولولولپاره لازم قدرت نه لری او په عامه خلکو کې د ترهه ګرو پټیدا، دهغوی پیژندل ګران کړی دی .
په بریتانیا کې د ترهه ګرۍ کارپیژاندی له ځای ټولنو غوښتی دی ، د ترهه ګرو دستنیدا په وخت دې پولیسو اوامنیتی ادارو ته بشپړ اطلاعات ورکوی . څو د دغو ترهه ګرو د ورانکارو فعالیتونو مخکې مخکې مخه ونیول شی .
درسمی راپورونو په اساس ، کابو اوه زره انګریز ترهه ګر په سورئې کې د شخړې له هماغه پیل وخت راهسې دغه هیواد ته تللی او اټکل کیږی ، چې له هغو دم ګړۍ نیم بیرته ستانه شوی دی .
پرونټ سټراټژی له ترهه ګرۍ سره دمبارزې یوه سټراټژی ده چې له کابو څلویښت میلیون پونډ بجټ لری . د دغې سټراټژۍ موخه ، له افراط پالنې ، او د ترهه ګروډلو اوافراط پالو افکارو ته د انګریزانو له ګروهنې سره مبارزه بلل شوې ده .