په سوریه کې له کیمیایي ترهه ګرو د امریکا ملاتړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73938-په_سوریه_کې_له_کیمیایي_ترهه_ګرو_د_امریکا_ملاتړ
د سوریې خارجه وزارت بیګا  په یوې خپرې کړې بیانیې کې اعلان وکړ د «سپین خولیو» د مالي ملاتړ لپاره د امریکا د دولت فیصله له ترهه ګرۍ د واشنګټن د ملاتړ ښکاره نښه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2018 01:32 Asia/Kabul
  • په سوریه کې له کیمیایي ترهه ګرو د امریکا ملاتړ

د سوریې خارجه وزارت بیګا  په یوې خپرې کړې بیانیې کې اعلان وکړ د «سپین خولیو» د مالي ملاتړ لپاره د امریکا د دولت فیصله له ترهه ګرۍ د واشنګټن د ملاتړ ښکاره نښه ده.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د سوریې خارجه وزارت د واشنګټن دغه فیصله وغندله او وې ویل چې امریکا  او ځینې نور هیوادونه له دغه ترهه ګر سازمانه په سوریه د ترهه ګرۍ په تیره بیا د کیمیایي ترهه ګرۍ د ساتلو  لپاره استفاده کوي چې نړۍ ته د دغه هیواد غلط تصویر وړاندې کړي.

 د سوریې خارجه وزارت په دې بیان سره چې  د سپين خولیو ډله د تحریر الشام یا جبهة النصره ترهه ګرې ډلې اصلي مټ دی جوته کړه: د دغه ترهه ګرې ډلې اقدامات د سوریې د ډیرو بیګناه ښاریزو د وژل کیدو سبب شوې دي.

 د امریکا خارجه وزارت تیره جمعه وویل چې ډونالډ ټرمپ د سپين خولیو لپاره د  شپږ میلیونه  شپږ لکه ډالرو په بیلولو سره  موافقه کړې ده.

د سپين خولیو ترهه ګر سازمان  د دوه زره دیارلسم کال په مارچ کې د امریکا او برتانیې په مرسته په ترکیې  کې جوړ شو او هدف یې د ترهه ګرو ډلو تر سلطې لاندې سیمو کې فعالیت بلل شوی دی.