دامریکااوعربوهیوادونوغږملتیااو اسرائیلو ته دبیت المقدس سپارل(یوبشپړریډیوئي تحلیل)
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74030-دامریکااوعربوهیوادونوغږملتیااو_اسرائیلو_ته_دبیت_المقدس_سپارل(یوبشپړریډیوئي_تحلیل)
بیت المقدس ته د امریکا دسفارت منتقلیدا او د ا مریکا له خوا د صهونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه د بیت المقدس منل کیدا ،کومه ناڅاپی پیښه نه وه ، بلکې له ډیرو مودو راهسې د عربانو له مشرانو سره په غږملتیا سره دغه چاره پر مخ روانه وه چې بلاخره دځینو اسلامی هیوادونو او دغو عربو مشرانو له اسلامی امت سره خیانت وکړ ا ودبیت المقدس او دفلسطین موضوع ئې د هیریدا تر درشله رسولې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 26, 2018 10:00 Asia/Kabul
  • دامریکااوعربوهیوادونوغږملتیااو اسرائیلو ته دبیت المقدس سپارل(یوبشپړریډیوئي تحلیل)

بیت المقدس ته د امریکا دسفارت منتقلیدا او د ا مریکا له خوا د صهونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه د بیت المقدس منل کیدا ،کومه ناڅاپی پیښه نه وه ، بلکې له ډیرو مودو راهسې د عربانو له مشرانو سره په غږملتیا سره دغه چاره پر مخ روانه وه چې بلاخره دځینو اسلامی هیوادونو او دغو عربو مشرانو له اسلامی امت سره خیانت وکړ ا ودبیت المقدس او دفلسطین موضوع ئې د هیریدا تر درشله رسولې ده .

زمونږخبریال راپور راکوی ،دامریکا نیویورکر ورځپاڼې لیکلی دی ،څه موده مخکې چې  امریکا بیت المقدس  دصهونیسټ رژیم  دپلازمینې په توګه ومانۀ او خپل سفارت ئې له تل ابیبه  بیت المقدس ته منتقل کړ ،د ځینو سیمه ایزو عربو حکومتونو او  نړیوالو قدرتونو  ترمینځ  دشوو  موافقو په باب  باؤری خبرونه ، په لویدیځی   مطبوعاتو کې هم  منعکس شول  او مشخصه شوه چې  سعودی عربستان او د دغه هیواد ملاتړو ، له صهونیسټ رژیم  سره   پټې اړیکې ټینګې کړې وې  او   له دغو اړیکو ټینګیدا وروسته وه   چې  امریکا اعلان وکړ، بیت المقدس نور  داسرائیلو پلازمینه ده .

ډیری شناندی اوکارپوهان وائی ، دغه اقدام  درستې نړۍ  په آسانۍ سره د  یوې معمولی پیښې  په توګه ومانۀ   او دا چاره ښئ چې  بیت المقدس ته دامریکا  دسفارت منتقلیدا او  داسرائیلو دپلازمینې په توګه د بیت المقدس  سپیڅلی ځای   منل، کومه ناڅاپی پیښه نه وه ، بلکې  له مودو مودو مخکې راهسې  دا موضوع   د عربی هیوادونو له مشرانو سره ارزول شوی  وه .  یوه عربی هیواد هم پرې اعتراض ونه کړ، امریکا  د بیت المقدس دنیواک لپاره    دعربی هیوادونو اوځینو  اسلامی هیوادونو  اعتماد جلب  کړی ؤ ، امریکا ،اسرائیلو   او سعودی عربستان  داسې بریښول چې  ګواکې ،  دبیت المقدس اوفلسطین موضوع، یوازې  دعربانو یوه موضوع ده  او نور مسلمان ملتونو سره هیڅ  اړه نه لری . 

د دغې چارې د تحقق لپاره دعربی هیوادونو مشرانو  د صهونیسټ رژیم له لوړپوړو چارواکو سره له مودو راهسې  پټ لیدۀکاتۀدرلودل .

د امریکا  دنیویورکر ورځپاڼې  یوه خبریال  د صهونیسټ رژیم له لومړ ی وزیر بین یامین نتن یاهو سره  د  سعودی عربستان دولی عهد او دفاع وزیر محمد بن سلمان  له  لیدو کاتو پرده پورته کړې ده .  دصهونیسټ رژیم  یوې ورځپاڼې هم  لیکلی دی ،   دمحمد بن سلمان او بین یامین نتن یاهو ترمینځ لیده کاته د  جمعې په ورځې  داردن په پلازمینې  امآن  کې  شوی  دی .  دغه کتنه  اردن ته  دامریکا  د  ولسمشر د زوم  او دسپینې ماڼۍ د سلاکار جیراډ کشنر  دسفر او  دمینځنی ختیځ لپاره دامریکا دسفیر  جیسن ګرین بیلټ  دسفر په وخت شوې ده .  له بلې خوا د  متحده عربی اماراتو  لوپوړی چارواکو هم   دصهونیسټ رژیم له لومړی وزیر نتن یاهو سره لیده کاتۀ کړی دی  او   دصهونیست رژیم له لوړپوړو چارواکو سره د   عربی هیوادونو دمشرانو دلیدوکاتو دغه لړۍ ، له هغه وخته چې   دایران داسلامی جمهوریت او د ۵+۱ ډلې  له غړو  هیوادونو سره   جامعه ایټمی موافقه ترسره کیده ، پیل شوی دی  اوتر دې دمه هم دوام لری . نیویورکر  ورځپاڼې  همد اراز زیاته کړې ،  اسرائیلو   له  ۵+۱ډلې سره  دایران  دنړیوالې  ایټمی موافقط  دختمولو لپاره او دغه ارز په سیمې کې د  دایرا دنفوذ  دکمولو په خاطر  له  عربو هیوادونو سره  خپلې اړیکې لازیاتې پراخې کړی دی . . د دغه راپور په اساس ، میرمن هیلری کلینټن  له هغه وخت راهسې چې  د امریکا خارجه وزیره وه  او وروسته  د ولسمشرۍ کاندیده شوه ،  له دغو لیدوکاتو او  او  دعربو هیوادونو د مشرانو او  داسرائیلی رژیم د لوړپوړو چارواکو ترمینځ   له تماسونو خبره وه  او سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو   په سیمې کې  د ایران دنفوذ دکمولو لپاره  داسرائیلو  له استخباراتی ا دارې موساد سره  اړیکې ټینګې کړې .دامریکا یوه خبریال   د دغه هیواد د استخباراتی  ادارو  له قوله  ایشوا کړې  ده چې  د    د متحده عربی اماراتو  اواسرائیلی  مشرانو ترمینځ  په یونان کې لیدۀ کاتۀ  شوی دی  چې  د امریکائی چارواکو په وینا،   داسرائیلو لومړی وزیر نتن یاهو  پخپله دغو لیدوکاتو کې  موجود ؤ .

دعربو هیوادون  او صهونیسټ رژیم دمشرانو ترمینځ  دغه لیدۀکاتۀ اوراشه دیرشه  په داسې حال کې  ترسره کیږی ، چې  عربی هیوادونه،  اسرائیل،په ظاهره   په رسمیّت نه پیژندی  او  ډیپلوماټیکې  اړیکې ورسره نه لری . پر دې اساس  بیت المقدس ته د امریکا دسفارت منتقلیدا او  د ا مریکا له خوا د  صهونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه  د بیت المقدس منل کیدا ،کومه ناڅاپی پیښه نه وه ، بلکې  له ډیرو مودو راهسې  د عربانو له مشرانو سره  په غږملتیا سره دغه چار پر مخ روانه وه چې بلاخره  دځینو اسلامی هیوادونو او دغو عربو مشرانو  له اسلامی امت سره خیانت وکړ ا ودبیت المقدس  او دفلسطین موضوع ئې د هیریدا تر درشله رسولې ده .

(لیکوال :  عاشق حسین طوری )