په سیمې کې ترهه ګری اوبې ثباتی دامریکادغلطو سیاستونونتیجه ده
بهرام قاسمی وئیلی دی ، ا مریکا دخارجه وزیر پر نور تپونکی ، دروغجنې او له ملنډو ډکې څرګندونې د دغه هیواد بې ثباته کونکی او ورانکار رول چې له زرګونو کلومیټره لیرې ځایه دلویدیځی آسیا سیمې په چارو کې ګوتې وهی ، نشی پټولی او امریکا باید د سیمې اونړۍ د خلکو په نزد د خپلو ویجاړونکی ، درز اچونکو،غلطو او بې ځایه سیاستونو ځواب ووائی.
زمونږ خبریال راپورراکړ دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی په سیمې کې ایران درول په باب دامریکا د خارجه وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ووئیل ، په سیمې کې شخړې ، ترینګلتیاوې ، افراط پالنه ، بې ثباتی ، ترهه ګری او جنګ جګړې او په یوه بل وهل ټکول ، ټول د امریکا دغلطو سیاستونو نتیجه ده .
دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په چټی او بې اساسه ادعا کې ایران د فارس خلیج دامینت د ګډوډولو مسئول بللی دی .
بهرام قاسمی وئیلی دی ، ا مریکا دخارجه وزیر پر نور تپونکی ، دروغجنې او له ملنډو ډکې څرګندونې د دغه هیواد بې ثباته کونکی او ورانکار رول چې له زرګونو کلومیټره لیرې ځایه دلویدیځی آسیا سیمې په چارو کې ګوتې وهی ، نشی پټولی او امریکا باید د سیمې اونړۍ د خلکو په نزد د خپلو ویجاړونکی ، درز اچونکو،غلطو او بې ځایه سیاستونو ځواب ووائی.
دایران د خارجه وزارت ویندوی زیاته کړې آمریکا له ایرانه د ویرولو او ورسره دمقابله کولو د ډنډورو پشمول په بیلابیلو پلمو سره په بیلابیلو ډولو نو سره دشخړو په رامینځةکونې، د مرګونو وسلو په خرڅونې او دسیمې د هیوادونو د سرچینو دنغرلو او چورتالان کولو پسې ده .
قاسمی روښانه کړې ، هغه کړاؤ اودرد چې دیمن مظلو خلک په تیره بیا د دغه هیواد بې څوکه او بې دفاع مظلوم ماشومان،ښځې اوبوډاګان ئې د سعودیانو دشپې ورځې بمباریو له امله زغمی ، د امریکا د حکومت په رضایت ، اجازت او شنې اشارې سره او بلاغوښتونکو تیریګرو ته دهغوی د بشپړ مالی او وسلوالو ملاتړونو په دلیل دی .
په عین حال کې بهرام قاسمی ووئیل ، یوه ورځ به په یمن کې د جنګی جنایتونو عاملان، ملاتړی او ورسر ه ملګری د صالحو عدالتونو په وړاندې ځواب ورکړی .