دسیمې بدلونونه دمقاومتی چورلیز په ګټه دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74196-دسیمې_بدلونونه_دمقاومتی_چورلیز_په_ګټه_دی
سید حسن نصر ا... دخپلې وینا پّه دوام کې له ایران سره له نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا د وتلو په باب هم ووئیل ، له دغې نړیوالې موافقې دامریکا وتل ،دایران ګواښل اوپه ضد ئې بندیزونه، دا ټول د د امریکا د :پیړۍ دمعاملې : دپلان لپاره دی چې موخه ئې دفلسطین له موضوع سره حساب خلاصول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2018 01:14 Asia/Kabul
  • دسیمې بدلونونه دمقاومتی چورلیز په ګټه دی

سید حسن نصر ا... دخپلې وینا پّه دوام کې له ایران سره له نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا د وتلو په باب هم ووئیل ، له دغې نړیوالې موافقې دامریکا وتل ،دایران ګواښل اوپه ضد ئې بندیزونه، دا ټول د د امریکا د :پیړۍ دمعاملې : دپلان لپاره دی چې موخه ئې دفلسطین له موضوع سره حساب خلاصول دی .

 زمونږ خبریال راپورراکړ  دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشی سید حسن نصرا....  پرون پخپلې یوې وینا کې  دسیمې  اوسنی بدلونونه ، د مقاومت د چورلیز په ګټه وبلل  او وې وئیل ،  ځینی کسان شته چې  دسیمې له حالاتو  په ناسمو استفادو پسې دی ، چې باید  له دغو اقداماتو لاس په سر شی .

 دلبنان د حزب ا.... ولسی  غورځنګ عمومی منشی  دسورئې  بدلونونو ا و  په دغه  هیواد کې د ترهه ګرو سپیرو ماتو ته په اشارې سره  ووئیل ،  دسورئې بحران ،  ددرستې سیمې  او د هغې دراتلونکی جنګ دی  او  اوس   دسورئې په  جنوب کې  دترهه ګرو ډلو د دړې وړې کیدا  نښې نښانې په رابرسیره کیدا دی .

  هغه همداراز  خپل هیواد ته دسوریاوالو کډوالو  پخپلې خوښې او کرارې ستنیدا غوښتنه وکړه او  وې وئیل   حزب ا... غورځنګ  په موضوع کې  بشپړ مرستې ته تیار دی .

 سید حسن نصر ا...  دسورئې په پولې کې د  عراق د  په مقاومتی ډلو   هوائی حملو ته په اشارې سره  ووئیل ،   دعراق اوسورئې په پولې کې د مقاومت ډلو باندې حملو ته باید کلک ځواب ورکړل شی .