سعودی عربستان داسرائیلو جوړې وسلې کارولی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74431-سعودی_عربستان_داسرائیلو_جوړې_وسلې_کارولی
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ د قطر «خلیج انلاین »خبری سایټ دامریکا د ولسی جرګې کانګرس د استخباراتو کمیسیون ته دځینو نږدې سرچینو په قول وویل دسعودی عربستان د تیریګر ائتلاف ځواکونو دیمن په خلکو او په تیره بیا په الحدیده بندر حملو کښې دصهیونیسټ رژیم جوړې وسلې کارولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2018 08:03 Asia/Kabul
  • عربستان له اسرائیلو غوښتي وو چې دغه توغندي ضد سیسټم دیوه(۱) دریم ګړي هیواد له لارې عربستان ته ورکړي .
    عربستان له اسرائیلو غوښتي وو چې دغه توغندي ضد سیسټم دیوه(۱) دریم ګړي هیواد له لارې عربستان ته ورکړي .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ د قطر «خلیج انلاین »خبری سایټ دامریکا د ولسی جرګې کانګرس د استخباراتو کمیسیون ته دځینو نږدې سرچینو په قول وویل دسعودی عربستان د تیریګر ائتلاف ځواکونو دیمن په خلکو او په تیره بیا په الحدیده بندر حملو کښې دصهیونیسټ رژیم جوړې وسلې کارولی دی .

د امریکا دکانګرس د استخباراتو د کمیسیون دغو خبرو سرچینو چې غوښتل نوم یې ایشوا نشی له خلیج انلاین خبری سایټ سره په مرکه کښې وویل سعودی عربستان د اسرائیلو د جوړو وسلو د استعمالولو لپاره زیات هدفونه تعقیبوی چې پکښې ددغو جنګی اوزارونو  ازمویلو ، دهغوې د ورانۍ درامینځته کولو د قدرت دمعلومولو او هغو اغیزونو ته چې دانسان په بدن یې کوی اشاره کولی شو .

دغه راپور وایی د سعودی عربستان هوایی ځواک داسرائیلو دجنګی وسلو او اوزارونو د اخیستلو دخبر د ایشوا کیدله له ویره ویلی دی دغه وسلې د امریکا جوړې دی .

دسویزرلینډ یوې(۱) ورځپاڼې هم د روان میلادی کال جنورۍ میاشت کښې داسرائیلو د وسپنیز ګبند(Iron Dome) د توغندی دفاعی سیسټم  او دنورو پوځی تجهیزاتو د اخیستلو لپاره د سعودی عربستان د هڅې په ایشوا سره ویلی وو عربستان له اسرائیلو غوښتی وو چې دغه توغندی ضد سیسټم دیوه(۱) دریم ګړی هیواد له لارې عربستان ته ورکړی .

ورلډ دیفنس (World Defense)خبری سایټ هم مخکې راپور ورکړی وو د سعودی عرربستان پوځی کارپیژاندو داسرائیلو دتوغندی دفاع سیسټم په ابوظهبۍ کښې ازمویلی دی او هڅه کوی دیمن له توغندیو د ځان دساتلو لپاره داسرائیلو د وسپنیز ګنبد توغندی سیسټم په لاس کښې ولری .