دسوریې په درعا ولایت کښې اوربند ټینګ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74460-دسوریې_په_درعا_ولایت_کښې_اوربند_ټینګ_شوی
زمونږ خبریال وایی د روسیې دفاع وزارت وویل دسوریې په جنوب کښې په درعا(Daraa) ولایت کښې ترهګرو ډلو د اوربند موافقه منلی ده او ژمنه یې کړی ده چې خپلې وسلې پرځمکه کیږدوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2018 00:16 Asia/Kabul
  • په تیرو څو ورځو کښې یوزر پنځوسو(۱۰۵۰) ترهګرو ځانونه حکومتي عسکرو ته ورتسلیم کړي دي .
    په تیرو څو ورځو کښې یوزر پنځوسو(۱۰۵۰) ترهګرو ځانونه حکومتي عسکرو ته ورتسلیم کړي دي .

زمونږ خبریال وایی د روسیې دفاع وزارت وویل دسوریې په جنوب کښې په درعا(Daraa) ولایت کښې ترهګرو ډلو د اوربند موافقه منلی ده او ژمنه یې کړی ده چې خپلې وسلې پرځمکه کیږدوی .

د روسیې ددفاع وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل شوی دی په دغه موافقې کښې اوربند او دترهګرو ترکنټرول لاندې ټولو ښارګیو کښې د سپکو او درنو وسلو سپارل شامل دی .

په تیرو څو ورځو کښې دسوریې په درعا ولایت کښې د اوربند د اجرا لپاره د روسیې  او د ترهګرو ترمینځ خبرې په ځلونو له ماتی سره مخ شوی وې .

د سوریې په جنوب کښې د درعا ولایت په بیلابیلو سیمو کښې د پوځ پرمختګونه په چټکې سره دوام لری .

په تیرو څو ورځو کښې یوزر پنځوسو(۱۰۵۰) ترهګرو ځانونه حکومتی عسکرو ته ورتسلیم کړی دی .

د سوریې عسکرو او دمقاومت ځواکونو د جون دمیاشتې له دوه ویشتمې(۲۲) نیټې راهسې له دریو(۳) چورلیزونو څخه دسوریې په جنوب کښې د درعا ولایت چې  د اردن سرحد او دجوان نیواکی سیمو ته نږدې  ستراتیژیکه سیمه ده په ختیځ کښې د ترهګرو پرضد عملیاتو کښې تراوسه څه دپاسه پنځوس(۵۰) ښارګی  او کلی ازاد کړی دی .