دامریکا یوه پلاوی د عربستان کتنه کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74463-دامریکا_یوه_پلاوی_د_عربستان_کتنه_کړی_ده
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا د خزانې او دبهرنیو چارو دوزارتونو یوه (۱)پلاوی دسعودی عربستان له خارجه وزیر عادل الجبیر سره کتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2018 00:51 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان دبهرنیو چارو وزارت ددغه کتنې دخبر په خپرولوسره نور جزیات ورنکړل .
    د سعودي عربستان دبهرنیو چارو وزارت ددغه کتنې دخبر په خپرولوسره نور جزیات ورنکړل .

ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا د خزانې او دبهرنیو چارو دوزارتونو یوه (۱)پلاوی دسعودی عربستان له خارجه وزیر عادل الجبیر سره کتنه وکړه .

دغه کتنه د سعودی عربستان په لویدیځ کښې په جده  بندر کښې د امریکا په خزانې وزارت کښې د مالی اطلاعاتو او د ترهګرۍ د چارو دمرستیال سیګل منډلکر او په خارجه وزارت کښې د سیاست دپلانونې د مدیر برایان هوک په ګډون سره وشوه .

د سعودی عربستان دبهرنیو چارو وزارت ددغه کتنې دخبر په خپرولوسره نور جزیات ورنکړل .

د امریکا د خزانې او د بهرنیو چارو دوزارتونو  دلوړرتبه چارواکو یو(۱) پلاوی سعودی عربستان او ابوظهبۍ ته ورغلی چې د ایران پرضد دسپینې مانۍ د بایکاټونو دبیا لګولو په اړه په فارس خلیج کښې د واشنګټن له متحدانو سره خبرې وکړی .

دامریکا دغه پلاوی به له سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو ته  له سفرونو وروسته اروپا ته ورشی چې په ایران د بایکاټونو دبیا لګولو لپاره زمینه برابره کړی .