دامریکا یوه پلاوی د عربستان کتنه کړی ده
-
د سعودي عربستان دبهرنیو چارو وزارت ددغه کتنې دخبر په خپرولوسره نور جزیات ورنکړل .
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا د خزانې او دبهرنیو چارو دوزارتونو یوه (۱)پلاوی دسعودی عربستان له خارجه وزیر عادل الجبیر سره کتنه وکړه .
دغه کتنه د سعودی عربستان په لویدیځ کښې په جده بندر کښې د امریکا په خزانې وزارت کښې د مالی اطلاعاتو او د ترهګرۍ د چارو دمرستیال سیګل منډلکر او په خارجه وزارت کښې د سیاست دپلانونې د مدیر برایان هوک په ګډون سره وشوه .
د سعودی عربستان دبهرنیو چارو وزارت ددغه کتنې دخبر په خپرولوسره نور جزیات ورنکړل .
د امریکا د خزانې او د بهرنیو چارو دوزارتونو دلوړرتبه چارواکو یو(۱) پلاوی سعودی عربستان او ابوظهبۍ ته ورغلی چې د ایران پرضد دسپینې مانۍ د بایکاټونو دبیا لګولو په اړه په فارس خلیج کښې د واشنګټن له متحدانو سره خبرې وکړی .
دامریکا دغه پلاوی به له سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو ته له سفرونو وروسته اروپا ته ورشی چې په ایران د بایکاټونو دبیا لګولو لپاره زمینه برابره کړی .