په عربستان کی دوه نور ځوانان په پانسۍ محکوم شول
سعودی رژیم په حکومت له هر ډول سوله ایز اعتراض سره سخت چلند کوی او د معترضانو په ترهه ګرو بللو سره هغو ته سختې سزاګانې ورکوی .
د ایرنا له راپور سره سم د ریاض یوې محاکمې په جلا جلا حکمونو کی د عربستان د ختیځ د الشرقیه ولایت د قطیف سیمې دوه اوسیدونکی ځوانان په اعدام محکوم کړل . دغې محکمې همداراز یو بل ځوان په ۲۳ کلونو بند محکوم کړی دی .
سعودی رژیم په حکومت له هر ډول سوله ایز اعتراض سره سخت چلند کوی او د معترضانو په ترهه ګرو بللو سره هغو ته سختې سزاګانې ورکوی .
د عربستان بیلا بیلې سیمې په تیره بیا د قطیف په شمول د دغه هیواد ختیخې سیمې له ۲۰۱۱ میلادی کال راهیسې د بی عدالتی او د شتمنیو د ناعادلانه ویشلو په دلیل د ال سعودو رژیم پرضد د ولسی اعتراضونو ډګر دی .
په دغو اعتراضونو کی د سعودی رژیم د عسکرو په لاس په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوی دی ، ګڼ شمیر هم نیول شوی چی یا په عمر قید او یا هم اعدام محکوم شوی دی .
د بشری حقوقو د څارونکی ادارې په شمول د بشری حقوقو او نړیوالو ادارو تراوسه په ځلونو په عربستان کی د بیان د ازادۍ ، اعدام او د معترضانو په زندانی کولو نیوکی کړی دی . د دغو ادارو په اعتراف سعودی رژیم په نړۍ کې د بشری حقوقو یو اصلی خلاف ورزی کونکې رژیم دې .