دیمن عسکرو څو لوړې سیمې ونیولې
-
سعودي عربستان تراوسه دیمن څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلک وژلي او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړي .
فارس خبری اژانس وایی دیمن امنیتی سرچینو دپلازمینې صنعا ولایت په شمال ختیځ کښې د نهمې(۹) سیمې په لوړو د پوځ او د ولسی کمیټیو د کنټرول خبر ورکړ .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون په نهمې(۹) سیمې کښې د القتب په شمال لویدیځ کښې څو لوړې سیمې نیولی دی او هلته یې په کامل ډول امنیت ټینګ کړی دی .
دیمن پوځیانو دغه راز په الجوف ولایت کښې په خب او الشعف سیمو کښې د پرمختګ لپاره د سعودی عربستان د ګوډاګیانو هڅه شنډه کړه .
دیمن عسکرو دغه راز پرون په لویدیځ ساحل کښې دسعودی عربسان د تیریګر ائتلاف د ځواکونو په مرکز یو(۱) توچکا ډوله توغندی ویشتلی دی .
سعودی عربستان د امریکا، متحده عربی اماراتو، انګلستان او څو نورو عربو او اروپایی هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن پوځی تیریو او له سمندر ، هوا او ځمکې څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
سعودی عربستان تراوسه دیمن څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلک وژلی او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .