دیمن حوثیان دایران په توغندیو سره په عربستان بریدونه کوی
-
سعودي عربستان تل دایران پرضد بې اساسه او چټي تورونه مطرح کوي .
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د سعودی عربستان دائمی استازی عبدالله المعلمی د امنیت شورا په ځانګړی غونډې کښې ادعا وکړه دیمن الحوثی غورځنګ دایران په جوړو توغندیو سره په عربستان حملې کوی .
هغه د جولان دنیواکی لوړو او دفلسطین په غزې تړانګې د غور لپاره د امنیت شورا په ځانګړی غونډې کښې وویل دیمن الحوثی غورځنګ د ایران په جوړو توغندیو سره په عربستان بریدونه کوی او دملی پخلاینې او د سولې دټینګیدا لپاره ټولې هڅې ناکامه کوی .
په ملګروملتونو کښې دعربستان دائمی استازی عبدالله المعلمی دیمن دبدلونونو په اړه هم په دغه هیواد کښې د سعودی عربستان د تش په نامه دائتلاف په جنایتونو سترګو پټولو سره وویل بې شکه د یمن خلک له هیواد څخه د انصار الله غورځنګ د لاسونو لنډولو ته ضرورت لری .
د سعودی عربستان د جنایتکار او دیکتاتور رژیم لخوا دیمن پرضد له هراړخیزه کلابندۍ سره سره د پوځ او د ولسی کمیټیو دفاعی قدرت ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .
سعودی عربستان تل دایران پرضد بې اساسه او چټی تورونه مطرح کوی .