له باب المندب اوبلاری د عربستان دتیلو دصادراتو بندیدل :
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75068-له_باب_المندب_اوبلاری_د_عربستان_دتیلو_دصادراتو_بندیدل
زمونږ خبریال وای د سعودی عربستان دانرژۍ وزیر خالد الفالح وویل له باب المندب اوبلاری(Bab-el-Mandeb) د دغه هیواد د تیلو کشتۍ او ټانکرونه د سمندری ټرانسپورټ دامنیت تر تامیندا پورې بندیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2018 09:42 Asia/Kabul
  • امریکا ، انګلستان او صهیونیسټ رژیم هم دیمن پرضد جنګ او په باب المندب اوبلارې د سلطې لپاره د ال سعودي رژیم دهڅې  ملاتړ کوي .
    امریکا ، انګلستان او صهیونیسټ رژیم هم دیمن پرضد جنګ او په باب المندب اوبلارې د سلطې لپاره د ال سعودي رژیم دهڅې ملاتړ کوي .

زمونږ خبریال وای د سعودی عربستان دانرژۍ وزیر خالد الفالح وویل له باب المندب اوبلاری(Bab-el-Mandeb) د دغه هیواد د تیلو کشتۍ او ټانکرونه د سمندری ټرانسپورټ دامنیت تر تامیندا پورې بندیږی .

دیمن سمندری عسکر په څلورویشت(۲۴ )ساعتونو کښې وتوانیدل ددغه هیواد په لویدیځو سواحلو کښې د سعودی عربستان د ائتلاف په دوو(۲) کشتیو حملې وکړی .

دیمن بدلونونه ددې ښودنه کوی چې   د مقاومت ځواکونه دهیواد د واکمنۍ او دملت دامنیت په دفاع کښې هرډول مبارزه او هڅه کوی او په یمن تیریګر ځواکونه دځان د ژغورلو لپاره  په دغه هیواد د تیری  له بندولو پرته بل  هیڅ لاره نلری.

په یمن تیریګر ائتلاف  دځان د ژغورلو لپاره باید ددغه هیواد کلابندۍ ختمه کړی او خپلې جنګی کشتۍ دیمن له بندرونو وباسی .

دیمن د سمندری ځواک قومندانۍ وویل هغه لوری چې نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ کوی او دسره سمندر(Red Sea) امنیت په خطر کښې اچوی دامریکا او دسعودی عربستان تیریګر ځواکونه دی .

د نیواکګرو او دتیریګرو ځواکونو دمرکزونو پرضد دیمن دسمندری ځواک ځانګړی عملیات له تیریګرو سره د مقابلې په لاره کښې یو (۱)بدلون ګڼل کیږی .

دسمندری   جنګونو او ټکرونو د ډګر په شمول په بیلابیلو ډګرونو کښې دیمن ورځ تر بلې زیاتیدونکی توان چې عملا یې د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف ټول معادلات ګډوډ کړی دی دعربستان د تیریو په وړاندې د یمن دخلکو د مقاومت په ډګر کښې دبدلون پیچومی دی .

د باب المندب اوبلاره دنړۍ یوه ترټولو مهمه سمندری لاره ده چې د عدن خلیج په څنډه کښې پراته ده او په یمن له حملې دسعودی عربستان یو(۱) هدف سلطه غوښتنه او ددغه اوبلارې تر کنټرول لاندې راوستل دی .

باب المندب اوبلاره د نړۍ د انرژۍ په لیږدولو کښې مهم رول لری .

د باب المندب ستراتیژیکه اوبلاره دیمن ، جیبوتی(Djibouti) او د اریټریا(Eritrea) هیوادونو ترمینځ پراته ده .

په باب المندب اوبلارې اشراف چې له هند اوقیانوسیې سره د سره سمندر(Red Sea) دګنډیدل کیدا ځای دی دیمن لپاره ځانګړی ستراتیژیک موقعیت رامینځته کړی دی .

د باب المندب اوبلاره هم  دامنیت له نظره د صهیونیسټ رژیم او هم د افریقا په ښکر(Horn of Africa) کښې دامریکا داډو دامنیت دساتلو له نظره او هم دنړۍ نورو سیمو ته د سعودی عربستان د صادراتی تیلو د کشتیو د تیریدا لپاره اهمیت لری او له دې کبله په دغه بندر د سعودی عربستان سلطه کولای شی ددغو ګډو ګټو په ساتلو کښې مهم رول ولری .

له دې کبله ویلی شوو په یمن کښې د جنګ په ستومانه کیدا او واک ته د یمن دپخوانی  استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادی  دبیرته ستنولو په شمول ټاکل شویو هدفونو ته په رسیدا کښې د ال سعود رژیم په  پاتې راتلو سره  عربستان په خپلو ستراتیژیکو او میدانی هدفونو یعنی په باب المندب اوبلارې په سلطې راوستلو کښې ناکامه پاتې شوی دی .

دلبنان الاخبار ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې ولیکل دیمن دمقاومت دوام او له تیریګرو سره  سمندری مخامخیدا ته ددغه مقاومت دلمن پراخیدا دهغه دسیسې د شنډیدا سبب شو چې دسعودی عربستان په مشرۍ سعودی ائتلاف له تیرو میاشتو راهسې د هغه لپاره پلانونه کړی وه او ددغه پلان هدف هم په باب المندب اوبلاری د سلطه موندل وو .

دسعودی عربستان دغه ناکامۍ په داسې حال کښې ده چې امریکا ، انګلستان او صهیونیسټ رژیم هم دیمن پرضد جنګ او په باب المندب اوبلارې د سلطې لپاره د ال سعودی رژیم دهڅې  ملاتړ کوی .

خو دوې په ناباورۍ سره ددې کتونکی دی چې د باب المندب ستراتیژیکه اوبلاره هم د هرمز اوبلاری(Strait of Hormuz) په شان دداسې لوبغاړو په کنټرول کښې ده چې ترټولو مهمه ځانګړتیا یې خپلواکه سیاستونه او کړچارونه او دمینځی ختیځ په چارو کښې د لویدیځو هیوادونو له لاسوهنو او سلطې سره مخالفت دی .

دسیمې بدلونونه له فارس خلیج سیمې رانیولی  تر عدن خلیج پورې د عربستان په شمول په سیمه  کښې د امریکا د ګوډاګیو  مرتجعو رژیمو او دامریکا د سیاستونو په پراخ ډول ناکامۍ نندرې ته وړاندې کړی ده .