میلیونونه یمنیان له لوږې رنځیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75484-میلیونونه_یمنیان_له_لوږې_رنځیږي
میرمن لیزا ګراندي وویل: اوس وخت دی چې نړۍ د یمن د خلکو ترڅنګ ودریږي او ورسره د پيوستون څرګندونه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2018 02:53 Asia/Kabul
  • میلیونونه یمنیان له لوږې رنځیږي

میرمن لیزا ګراندي وویل: اوس وخت دی چې نړۍ د یمن د خلکو ترڅنګ ودریږي او ورسره د پيوستون څرګندونه وکړي.

په یمن کښې د ملګرو ملتو د انساني چارو غږملونکې پرون د دغه هیواد انساني حالات غمیزه ناک وبلل او څرګنده یې کړه: نن سبا په یمن کښې څه باندې اته میلیونه کسان له سختې لوږې او له اوو میلیونو زیات کسان له خوار ځواکۍ کړیږي.

میرمن لیزا ګراندي وویل: اوس وخت دی چې نړۍ د یمن د خلکو ترڅنګ ودریږي او ورسره د پيوستون څرګندونه وکړي.

هغې همداشان د یمني زده کونکو په یو بس باندې د سعودي جنګي الوتکو د پنجشنبې ورځې حمله وغندله او ویې ویل: دا څه چې په ضیحان کښې وشول، یوه بوږنونکې او د نه منلو وړ پيښه وه.

د ویلو ده چې د تیري ګر سعودي رژیم جنګي الوتکو وړمه ورځ د یمن د صعده ولایت په ضیحان ښار کښې د یمن د زده کونکو ماشومانو په یو بس باندې بمباري وکړه چې له امله یې ۵۵ ماشومان مړه او ۷۷ نور زخمي شوي دي.