دعربستان واکوالان دې د میرمنوحقوقوته داحترام په سترګه وګوري
د نړیوالو موسسو او ادارو په اعتراف ، آل سعود رژیم په نړۍ کې د بشری حقوقو یو خورا اصلی خلاف ورزی کونکی رژیم دی . په سعودی عربستان کې دسیاسی بندیانو شمیر څه دپاسه دیرشو زرو کسانو ته رسیږی ، دغه احصائې د عربستان دخلکو په ضد دآل سعوددیکتاتور رژیم دپولیسی سیاست دژورتیا ښودنه کوی .
زمونږ خبریال راپورراکړ د اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست دکمیشن مشرې میرمن فډریکا موګرینی بیګا په یولړ څرګندون وکې په عربستان کې د میرمنو دحقوقو دیوشمیر فعالانو په نیول کیدا نیوکې کړی او ټینګارئې کړی دی ، د دغې اتحادئې مسئولانو له سعودی چارواکو سره په تماس کې د میرمنو دحقوقو دفعالانو دنیول کیدا په باب له هغوی توضیح غوښتې .
دسعودی عرب پوځی مامورانو دجولائی په یودیرشمه نیټه په عربستان کې دنیولو په نوی څپې کې د میرمن سمر بدوی او نسیمه الساده پشمول د دغه هیواد میرمنو دحقوقو او دمدنی ټولنې یو شمیر فعالانې نیولی دی .
دبخښنې نړیوالې ادارې پشمول د بشری حقوقو او نورو نړیوالو موسسو له دغو نیونو وروسته په جلاجلا اعلامیو کې دسعودی عربستان په دغو اقداماتو اندیښنې ښودلې او او دهغوی دخوشی کیدا غوښتنې ئې کړی دی .