د امریکې له ولسمشر سره په کار کولو ډیر مئین یم
Oct 06, 2018 04:21 Asia/Kabul
د عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا په دې وروستیو ورځو کښې د سعودي مشرانو د سپکاوي ځواب، د هغه په قدرونې سره ورکړ.
د عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا په دې وروستیو ورځو کښې د سعودي مشرانو د سپکاوي ځواب، د هغه په قدرونې سره ورکړ.
محمد بن سلمان څرګنده کړه چې د امریکې له ولسمشر سره کار کول یې ډیر خوښ دي او په دغه کار میئن دی.
سعودي ولیعهد همداشان مدعي شو چې هیواد یې د تولیدو په زیاتولو سره، صفر ته د ایران د تیلو د صادراتو د رسولو یا کمولو په لړ کښې د امریکې د ولسمشر غوښتنه پوره کړې ده.
د امریکې حکومت د مۍ په اتمه له ایټمي موافقې له وتنې وروسته ویلي وو چې د روان کال د نومبر تر څلورمې به د ایران د تیلو صادرات بیخي ختم کړي.
ټیګونه