ټرمپ په څرګنده او په سپکاوي سره لوټل کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77234-ټرمپ_په_څرګنده_او_په_سپکاوي_سره_لوټل_کوي
د لبنان د حزب الله عمومي منشي وویل: د امریکې تیرو حکومتونو به په سفارتي طریقو او احترام سره لوټنه کوله خو ټرمپ په ډاګه او په سپکاوي سره لوټل کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2018 04:05 Asia/Kabul
  • ټرمپ په څرګنده او په سپکاوي سره لوټل کوي

د لبنان د حزب الله عمومي منشي وویل: د امریکې تیرو حکومتونو به په سفارتي طریقو او احترام سره لوټنه کوله خو ټرمپ په ډاګه او په سپکاوي سره لوټل کوي.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د لبنان د حزب ا... عمومي منشي سید حسن نصر ا... پرون د دغه غورځنګ د یو قومندان شهید عماد مغنیه د مور آمنه سلامه د ختم په مراسمو کښې له سعودي عربستانه د امریکې د ولسمشر کلنګ غوښتنې ته اشاره وکړه او ويې ویل: اسلام هیوادونه باید د ټرمپ له دې څرګندونو عبرت واخلي چې څو ځله یې ویلي دي: که امریکا نه وی نو عربستان به هم نه و.

هغه د ډونلډ ټرمپ د سپکاوي په وړاندې د عربو هیوادونو او د هغوي په سر کښې د سعودیانو غبرګون ته اشاره وکړه او ویې ویل: هغوي د دغو سپکاویو په ځواب کښې له مسکا، بې ننګۍ او چپتیا پرته هیڅ غبرګون ونه ښود.

سید حسن نصر ا... په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپل حاکمیت په هکله هیڅکله له چا سره نرمي نه کوي، زیاته کړه: د ټرمپ دا څرګندونې چې ایران یوازې په ۱۲ دقیقو کښې پر مینځني ختیځ د تسلط توان لري، د ایران د قدرت او سترتوب نښه ده.

د لبنان د حزب ا... عمومي منشي د سیمې د ځینو هیوادونو له ویرولو د ډونلډ ټرمپ هدف د امریکې لخوا د وسلو زیات خرڅون وباله او د فارس خلیج د هیوادونو له واکمنانو یې وغوښتل چې له خپلو ولسونو سره روغه وکړي، د هغوي غوښتنو ته پاملرنه وکړي او د هغوي ستونزې هوارې کړي.