دجمال خاشقجی په وژنې کې دډونالډټرمپ زوم رول لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77447-دجمال_خاشقجی_په_وژنې_کې_دډونالډټرمپ_زوم_رول_لری
همداراز شپیګل اونیزې هم راپور ورکړی ، دجرمنی خارجه وزیر زیګمار ګابریل هم له بیلد خپرونې سره په خبرو اترو کې د نړیوالې ټولنې له خوا د آل سعود کورنۍ په ضد په دې باب د سخت او جدی غبرګون غوښتنه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2018 12:02 Asia/Kabul
  • دجمال خاشقجی په وژنې کې دډونالډټرمپ زوم رول لری

همداراز شپیګل اونیزې هم راپور ورکړی ، دجرمنی خارجه وزیر زیګمار ګابریل هم له بیلد خپرونې سره په خبرو اترو کې د نړیوالې ټولنې له خوا د آل سعود کورنۍ په ضد په دې باب د سخت او جدی غبرګون غوښتنه کړې ده .

  د امریکا په کانګرس کې  یوه ډیموکراټیک  استازی خواکین کاسترو  له سی این این  ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې  وئیلی دی ، جراډ کوشنر د عربستان د  دښمنانو په لیسټ کې د جمال خاشقجی  دنامې په شاملولو سره  د دغه خبریال  د وژلې عامل دی .

  دکاسترو په وینا،  دامریکا د ولسمشر ټرمپ زوم جراډ کوشنر داستخباراتی  ځواک  څخه په مرستې سره   دغه لیسټ   محمد بن سلمان ته ورکړی ؤ او  دعربستان ولی عهد هم  د دغه لیسټ په اساس عمل کړی دی .

 د امریکا د کانګرس  دغه ډیموکراټیک استازی  په بابد امریکا د استخباراتی چارواکو   له خوا دلازیاتو څیړنو  غوښتنه کړې ده .

دامریکا امنیتی چاروالکو  له دې مخکې هم  د سعودی عربستان له ولی عهد سره  د ډونالډټرمپ د زوم  دنزدې اړیکو په باب  خبرداری ورکړی ؤ .

   یوه  ډیموکراټیک سناتور  الیزبت  وارن هم   د جمال خاشقجی  د وژلې په غبرګون کې  وئیلی دی ،  امریکا او درسته نړۍ  باید  په دې غبرګون و ښئ ،  خو ګواکې ډونالډ ټرمپ داسې څه نیّت نه لری .سناتور کریس مورفی هم  د جمال خاشقجی  د وژلې په باب  ددروغو وئیلو په  دلیل پر عربستان په سختو نیوکو سره  دامریکا له حکومته غوښتی دی ،   په دغې موضوع دې کلک  غبرګون وښئ .

 داپه داسې حال کې دی چې د سعودی عربستان  ځینو لوړپوړو حکومتی ادارو هم د ترکیې په استانبول کې د   عربستان په کونسلګرۍ د اخل کې د جمال خاشقجی  وژله تائید کړې ده .

 همداراز شپیګل  اونیزې  هم راپور ورکړی ، دجرمنی خارجه وزیر زیګمار ګابریل  هم له بیلد خپرونې سره  په خبرو  اترو کې  د نړیوالې ټولنې له خوا د آل سعود کورنۍ په  ضد په دې باب د سخت او جدی غبرګون غوښتنه کړې ده .

همداراز  زمونږ خبریال هم راپورراکړی  دبې پولې  خبریالانو د ټولنې عمومی منشي کریسټوفر ډلوار  هم پخپل ټولنیز چینل کې په دې باب په خبرداری ورکولو سره ټینګار کړی ،  دسعودي خبریال   په وژلې کې  له سعودی عربستان سره  هرډول سازباز   دخبریالانو دتښتولو او یا وژلو لپاره  آل سعود رژيم  ته دبشپړ اجازت ورکولو او  دریاض د چارواکو  د چلند د تائيدولو په معنا دی