دیمن دحکومت چارواکي دعربستان ادعا رد کړه
-
دیمن دکړکیچ دحل لپاره سیاسي خبرې اترې تراوسه د سعودي عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو د کارړنګونې په دلیل له ماتي سره مخامخ شوي دي
سپوتینک خبری اژانس وایی دسویډن په خبرو کښې د یمن د ملی ژغورنې د حکومت دپلاوی غړی «عبدالملک العجری» استعفا شوی حکومت ته د«الحدیده »بندر د تسلیمولو اوازه بې اساسه وبلله او ویې ویل دغه ادعا دخپلو سیاسی او میدانی ماتیو د جبرانولو لپاره د دښمن پروپاګنډه ده .
هغه زیاته کړه دموافقې مادی واضح او روښانه دی او هیڅکله د دښمن او دګوډاګیانو د ادعا پراساس د بندرونو سپارل پکښې شامل نه دی .
د سویډن په خبرو کښې دیمن د ملی ژغورنې دحکومت دپلاوی غړی عبدالمک العجری ډاګینه کړه په تړون کښې د الحدیده ښار له شاواخوا څخه دباندې د استعفا شوی حکومت دملاتړو ګوډاګیانو او دتیریګرو شاتګ کول او د اوسنیو چارواکو لخوا د الحدیده د ښاری چارو او دامنیتی حالاتو اداره کول شامل دی .
دیمن دسولې دخبرو اترو څلورم(۴) پړاو په سویډن کښې د ملګروملتونو په څارنې سره وشو او دواړو لورو د الحدیده بندر او ښار په شمول په ځینو سیطو کښې د اوربند په اړه موافقه وکړه .
دیمن دکړکیچ دحل لپاره سیاسی خبرې اترې تراوسه د سعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو د کارړنګونې په دلیل له ماتی سره مخامخ شوی دی .