سعودي جنګي الوتکو په یمن کښې دوه ایمبولنسونه وویشتل
Dec 22, 2018 04:15 Asia/Kabul
د یمن روغتیا وزارت وايي چې په دغه جنایت کښې څلور کسان مړه او یو تن زخمي شوی دی.
د تیري ګر سعودي ائتلاف جنګي الوتکو پرون د یمن په الجوف ولایت کښې یمني زخمیانو ته د مرسته رسونې په وخت دوه ایمبولنسونه په نښه کړل.
د یمن روغتیا وزارت وايي چې په دغه جنایت کښې څلور کسان مړه او یو تن زخمي شوی دی.
د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو له دې مخکښې هم د یمن د روغتونونو او ښوونځیو په شمول ملکي اهداف په نښه کړي او د ښځو او ماشومانو په شمول یې ګڼ یمنیان وژلي دي.
دغه تیري ګر ائتلاف بیا بیا د اوربند خلاف ورزي کوي.
ټیګونه