د اردن پارلېمان د اسرائيلي سفير له وېستلو سره موافقت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80448-د_اردن_پارلېمان_د_اسرائيلي_سفير_له_وېستلو_سره_موافقت_وکړ
د اردن پارلېمان په مسجدالاقصی او د فلسطين په نيواکي سيمو کښې د صهيونېسټ رژيم په تيري ګرو اقداماتو باندې په اعتراض کښې له امانه د صهيونېسټ رژيم د سفير د وېستلو په اړه د اردن په پارلېمان کښې د فلسطين د کمېشن له غوښتنې سره موافقت وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2019 09:51 Asia/Kabul
  • د اردن پارلېمان د اسرائيلي سفير له وېستلو سره موافقت وکړ

د اردن پارلېمان په مسجدالاقصی او د فلسطين په نيواکي سيمو کښې د صهيونېسټ رژيم په تيري ګرو اقداماتو باندې په اعتراض کښې له امانه د صهيونېسټ رژيم د سفير د وېستلو په اړه د اردن په پارلېمان کښې د فلسطين د کمېشن له غوښتنې سره موافقت وکړ.

د لبنان د العهد خبري سائيټ د رپوټ لهمخې د اردن په پارلېمان کښې د فلسطين د کمېشن مشر يحيی السعود پرون د اردن له حکومته وغوښتل چې په تل ابيب کښې د اردن سفير دې راوبولي او په امان کښې دې د صهيونېسټ رژيم سفير هم له هېواده وباسي.

د اردن په پارلېمان کښې د فلسطين کمېشن مشر همدارنګ له ټولو عربي، اسلامي پارلېمانونو او سيمه ايزو  ټولنو وغوښتل چې له هغو اقداماتو سره دې مقابله وکړي چې دمسجدالاقصي د زماني او مکاني تقسيم په هدف سره ترسره کيږي.

له دې مخکې هم د اردن د اوقافو او اسلامي مقدساتو د چارو وزير د فلسطينيانو مخې ته د  مسجدالاقصی د ورونو په تړلو او د دغه جومات د اوقافو د کارکونکو او خادمانو په نيولو کښې د صهيونېسټ رژيم د اقدام د خطرناکو نتائجو په باره کښې  خبردارے ورکړ د دغه جومات د اوقافو د کارکونکو او خادمانو نيول چې د مسلمانانو له وړومبنۍ قبلې څخه د دفاع لپاره په خالي لاسو سره ټينګ اودرېدل وغندل.

صهيونېسټ رژيم د تېرګل په ورځ يو ځل بيا د مسجدالاقصی باب الرحمه وړ د فلسطيني نمونځګزارو مخې ته وتړل.